امنیت

ملا یعقوب او مل پلاوی دوحې ته ورسېدل

د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو پلاوی نن (شنبه) د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی. ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د وروستیو نښتو او کړکېچونو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د دې پلاوي د درناوي په پار د طالبانو لوري له ځوابي بریدونو تېر شوي او هڅه کوي چې د خبرو فضا مثبته وساتي.

سرچینې وایي، د خبرو تمرکز به د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو شخړو، د وضعیت ارامولو، او د متقابل اعتماد د جوړېدو پر موضوعاتو وي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دواړه لوري به هوکړې ته ورسېږي او اوربند به وغځېږي، که دا خبرې به بې‌پایلې پاتې شي.

تېره اونۍ د پاکستان پوځي الوتکو د کابل په څنډو کې هوایي بریدونه وکړل، چې د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې سبب شول. له دغو بریدونو وروسته، د دواړو لورو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د سپین بولدک او چمن په سیمو کې سختې نښتې رامنځته شوې.
له هغه وروسته، د افغانستان او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې او دواړو لورو یو بل د جګړې د پیل پړه پورې کړې ده. دا تازه مذاکرات د همدې کړکېچ د راکمولو په موخه ترسره کېږي.