امنیت

د طالبانو او پاکستان تر منځ له نښتو وروسته لا هم پاکستاني ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي

Pakistani forces. File photo.

د طالبانو او پاکستان تر منځ له وروستیو سختو نښتو وروسته، پاکستاني پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لوړ خبرداري یا تیارسۍ حالت اعلان کړی دی. دا نښتې د تېرې اوونۍ په پای کې رامنځته شوې چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او دواړو هېوادونو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د پاکستان چارواکو ویلي چې له شنبې راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ ټولې لارې تړل شوې دي. په چمن، تورخم او نورو سیمو کې د مالونو بار سلګونه لارۍ د دواړو غاړو تر منځ بند پاتې دي، او د سوداګرۍ تګ راتګ په بشپړ ډول درېدلی دی.

یو لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي: «د طالبانو له لوري بې‌دلیله بریدونه وشول، او له هغې ورځې راهیسې د ډیورنډ کرښې ټولې دروازې تړل شوې دي. پوځ اوس په بشپړ تیارسۍ کې دی.»

په مقابل کې، د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عین‌الحق خوارزمي ویلي چې د پولې حالت اوس عادي دی، خو د جګړې د تفصیلي وضعیت په اړه یې معلومات نه‌دي ورکړي.

په دې جګړه کې د دواړو لورو د تلفاتو شمېر توپیر لري. د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د طالبانو ۲۰۰ جنګیالي او د هغوی تړلي وسله‌وال یې وژلي، خو طالبان وایي چې یوازې ۹ کسان یې وژل شوي او د پاکستان ۵۸ سرتېري یې له منځه وړي دي.

طالب چارواکو ویلي چې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه یې بریدونه درولي دي.

اقتصادي شنونکي وایي چې د پولو تړل دواړو هېوادونو ته درانه مالي زیانونه اړوي، ځکه چې افغانستان د خوراکي موادو او صنعتي توکو لپاره په ډېره کچه پر پاکستان متکي دی.

په همدې حال کې، د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د دې نښتې یادونه کړې او ویلي یې دي: «زه اورم چې اوس د پاکستان او افغانستان تر منځ جګړه روانه ده… زه به دا موضوع له بېرته راستنېدو وروسته وڅېړم، ځکه زه د جګړو په ختمولو او سولې راوستلو کې ښه مهارت لرم.»

سرچینې وایي، د دواړو هېوادونو تر منځ اعتماد له مخکې نه هم کم و، او دا تازه نښتې ښایي اړیکې لا پسې ترینګلې کړي.