نن د کابل د قلعه فتحالله سیمې هغه خونړۍ پېښې اتم تلین دی، چې اته کاله وړاندې پکې د شیعهګانو پر یوه جومات د ډلهییز او ځانمرګي برید پر مهال شپږ تنه ووژل شول او له دېرشو ډېر نور ټپیان شول.
په ۱۳۹۶ لمریز کال د تلې میاشتې پر اوومه، درې ځانمرګي بریدګر چې د شپنو جامې یې پر تن وې، د قلعه فتحالله د جامع جومات پر لمونځ کوونکو برید وکړ. یو بریدګر د پولیسو په ډزو ووژل شو، بل د جومات څېرمه چاودنه وکړه او درېیم دننه ورغلی و. د برید پړه هغه مهال د داعش ډلې پر غاړه واخیسته.
د بشري حقونو فعالان وایي، د افغانستان قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې د تېرو حکومتونو او اوسني واکمن نظام پر مهال د تبعیض، ګواښونو او هدفي بریدونو لړۍ دوام کړی ده او اساسي حقوق یې له پامه غورځېدلي دي.
صفیه عارفي، د بشري حقونو یوه فعاله ټینګار کوي چې مذهبي اقلیتونه په دوامداره توګه د تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کوي.
له ۲۰۲۱ کال وروسته، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د داعش خراسان څانګې د شیعه ټولنې پر وړاندې له شلو ډېر ځانمرګي او وسلهوال بریدونه ترسره کړي، چې د کاج پر تعلیمي مرکز، د دشت برچي پر مسافرو بسونو او د هرات پر صاحبالزمان جومات بریدونه یې د پام وړ بېلګې دي. همدارنګه په دایکندي کې پر هزاره مېشتو سیمو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
سیک اقلیت هم د هدفي بریدونو له خطره خوندي نه دی پاتې شوی؛ په تېرو څلورو کلونو کې څو ځل پر ګوردوارا او د سیکانو پر سوداګریزو ځایونو بریدونه شوي دي. د ملګرو ملتونو په راپورونو کې راغلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د صوفیانو خانقاوې او زیارتونه هم لږ تر لږه پنځه ځلې د مرګونو بریدونو موخه ګرځېدلي، چې په پایله کې یې ۱۱۳ کسان وژل شوي او ۲۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، مذهبي لږکي اوس هم له پرلهپسې ګواښونو سره مخ دي او دوی د امنیت، عدالت او خپلو بنسټیزو حقونو غوښتنه کوي. هغوی ټینګار کوي، هېڅوک باید د مذهب یا قومیت له امله د ژوند حق له لاسه ور نه کړي.
بشري حقونو بنسټونه بیا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د مذهبي ازادیو او د لږکیو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي او هغه کسان چې د دوی د حقونو د نقض لامل ګرځي باید حساب ورکوونکي شي.
