امنیت

سرچینې: په هلمند کې د طالبانو پر ګزمې برید کې دوه طالبان وژل شوي

ځايي سرچینې وايي چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو شپنۍ ګزمې برید شوی چې په پایله کې یې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په شپه (۳۰ وږی) د ریګي په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو تر دې برید وروسته د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر، دوه کسان نیولي او وروسته یې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي، له هغه وروسته چې په هلمند کې د کوکنارو کر د طالبانو له خوا منع شو، په دې ولایت کې په ځانګړي ډول د شمالي ولسوالیو په کچه د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو پټ شتون رامنځته شوی دی.

د سرچینو په باور، د طالبانو پر ضد د وسله‌والو مخالفتونو اصلي لامل په کوکنارو د “تبعیضي بندیز” پلي کېدل دي.

یاده پېښه څو ورځې وروسته له هغه رامنځته کېږي چې قیوم ذاکر د امنیتي اندېښنو د ارزولو لپاره د هلمند ځینو سیمو ته سفر کړی و.