امنیت

سرچینې: د خیبرپښتونخوا په هوايي برید کې ۲۴ تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي

عکس از اجساد حمله هوایی جنگنده‌های پاکستانی در خیبرپختونخوا

ځايي سرچینو «آمو» ته ویلي، چې د پاکستان جنګي الوتکو تېره شپه (د وږي ۳۰مه) په خیبر په د تیرا کې یو کلی بمبار کړی دی. د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، پاکستاني جنګي الوتکو د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي او ټول قربانیان ملکي خلک دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری ښځې او ماشومان دي او د ټپیانو د روغتیا حالت لا روښانه نه دی.

دوی زیاتوي، د ژغورنې ډلې لا هم د مړو د موندلو هڅه کوي او ګڼ کسان د کورونو د نړېدلو کنډوالو لاندې بند پاتې دي، چې ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

پاکستاني چارواکو او پوځ تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.