د پاکستان د امنیتي سرچینو په حواله آصاف نیوز راپور ورکړی چې ګل رحمان، چې په «استاد مرید» مشهور و او د جعفر اېکسپرس پر اورګاډي د برید اصلي طراح بلل کېده، په افغانستان کې وژل شوی دی.
دغو سرچینو ویلي، ګل رحمان چې د «فتنه هندوستان» په نوم د ډلې د مجید لوا د روزونکي او عملیاتو د قوماندان په توګه فعالیت کاوه، د ۲۰۲۵ د سپټمبر په ۱۷مه د افغانستان د هلمند په ولایت کې له منځه وړل شوی دی. د دې خبر لومړۍ انعکاس په هندي رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپور شوی و.
د یادې رسنۍ سرچینې زیاتوي چې ګل رحمان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو، بېګناه وګړو، چینايي اتباعو او همدارنګه د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز پر زیربنایي پروژو د څو ترهګریزو بریدونو په طرحه او ترسره کولو کې مستقیم لاس درلود.
د امنیتي چارواکو په وینا، د «فتنه هندوستان» ډلې تر دې مهاله ګڼ مرګوني بریدونه تنظیم کړي دي؛ له هغې ډلې:
د جعفر اېکسپرس پر اورګاډي بمچاوونه،
په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید،
په ګوادر کې د «پي سي» هوټل چاودنه،
په خضدار کې د یوه ښوونځي پر بس برید،
په کراچۍ کې د «کنفوسیوس» پر انسټیټیوټ ځانمرګی برید،
د پاکستان پر سټاک اېکسچینج وسلهوال برید،
او د کوټې په ریلوې سټېشن کې ترهګریز عملیات.
سرچینې ټینګار کوي چې د دې ډلې د اصلي طراح وژل کېدل د «فتنه هندوستان» د عملیاتي شبکې لپاره په سیمه کې دروند ګوزار بلل کېږي.
