د افغانستان آزادۍ جبهې جنګیالیو د یکشنبې په شپه د طالبانو پر یوه امنیتي پوستې برید کړی، چې له امله یې دوه طالب وسلهوال وژل شوي دي.
برید د شپې شاوخوا ۹ بجې، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار پر درېیم سړک، د پخواني روغتون ترڅنګ شوی، چې د ښار په لومړۍ امنیتي حوزې پورې اړه لري.
د جمهې رسنیزې څانګې ویلي چې هدفیې د طالبانو هغه ځواکونه وو چې د خلکو “ازار او ځورونه” یې ورځنۍ چاره ګرځېدلې.
طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو سیمهییزې سرچینې تاییدوي چې د پېښې ځای ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.
خلک وايي چې د طالبانو د وسلهوالو ګرځنده ګزمو له اوږدې مودې راهیسې د تالقان ښار فضا کرکجنه کړې ده. ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې دا ډله د بېدلیله تلاشیو، نیونو او د خلکو د آزاد تګ راتګ مخنیوی کوي.
