د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت، چې د پخواني بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په مشرۍ فعالیت کوي، په یوې اعلامیه کې پر خوست او ننګرهار د پاکستان د پوځ وروستي هوايي بریدونه «ښکاره تېری» بللی او د ژورې «کرکې او غندنې» څرګندونه یې کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي دي:
«بې له شکه دا ظالمانه عمل د انساني اصولو، اسلامي ارزښتونو او د نړیوالو قوانینو د موازنو خلاف دی، او د بې ګناه خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وینه تویول، هېڅ ډول سیاسي او نظامي پلمه نه شي توجیه کولای. د دغسې شومو او کړکېچ رامنځته کوونکو اعمالو تکرار د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ کچه لوړوي او په سیمه کې بېباوري، بېثباتي او تاوتریخوالی زیاتوي».
دغه سیاسي جریان له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او د ملګرو ملتونو له سازمان غوښتنه کړې چې د دغسې «زورواکو سرغړونو» پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د هغوی د فوري درولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې مخکې تایید کړې وه، چې د پاکستان پوځ تېره شپه د خوست او ننګرهار پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې «درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي».
طالبانو دغه بریدونه د افغانستان د هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او «تحریکوونکی اقدام» بللی دی.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور په اړه اندېښنه څرګندوي او له طالبانو یې غوښتي چې پر وړاندې یې اقدام وکړي، خو د یادو بریدونو په اړه اسلاماباد تر اوسه څه نه دي ویلي.
