افغانستان

پوهنتونونو کې د طالبانو له خوا په نوي نصاب کې د دیني مضمونونو زیاتول

موده مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د روزنیز نصاب د بیا څارنې ریاست د جوړولو فرمان صادر کړ او له دې مخکې د طالبانو کابینې هم پرېکړه کړې وه چې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې پر تحصیلي نصاب بیا څارنه وشي او د اسلامي احکامو پربنسټ اصلاح شي.

همداراز د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني هم ټینګار کړی و: «نوی نصاب د دیني او عصري علومو پربنسټ غني شوی دی.»

هغه یادونه کړې وه چې په نوي نصاب کې یې پنځه دیني مضمونونه ځای پر ځای کړي دي چې «اسلامي تاریخ، اسلامي حکومتولي او اسلامي سیاست» له دې جملې څخه دي.

په همدې حال کې ځینې اوسېدونکي او د نظرخاوندان په دې باور دي چې د طالبانو له خوا په روزنیز نصاب کې بدلونونه د دې ښکارندویي کوي، چې دغه ډله خپلې اصلي کړنلارې ته چې «توندلاري» ګڼل کېري د بېرته ستنېدو په حال کې ده.

هغوی د افغانستان په روزنیز نصاب کې د عصري علومو پر ځای د دیني مضمونونو راوستل خپلو موخو ته د طالبانو د رسېدو هڅه ګڼي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په مخکینۍ دوره کې د ښوونځیو پر ځای دیني مدرسې وې. همداراز زده کړیالان اړ وو ترڅو په بشپړ اسلامي جامو او څېرې (البته د طالبانو له معیارونو سره سم) پوهنتونونو ته ولاړ شي؛ که نه هغوی پوهنتون ته د دننه کېدو اجازه نه لرله.

اوس چې افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو یو کال کېږي، د طالبانو کړنې کرار کرار د بدلون په حال کې دي او لګول شوي محدودیتونه د هغوی په کړنو کې د بدلون یوه نښه ده.

د طالبانو له راتګ سره د زده کړو نظام له پرځېدو سره مخ شو

د کابل پوهنتون مخکینی استاد دکتور صمیم رهپایا په دې باور دي چې د طالبانو له راتګ سره د افغانستان روزنیز نظام له ځوړتیا سره مخ شوی او د پوهنتونونو زیات شمېر کادرونه له افغانستانه وتلي دي.

هغه زیاتوي: «د افغانستان د پوهنتونونو نصاب په تېرو ۲۰ کلونو کې څو ځله بیا کتل شوی او اغېزمن بدلونونه پکې راغلي وو. ګڼ شمېر علمي کادرونو د یوه ګټور او کارېدونکي نصاب د رامنځته کولو لپاره له هېواده بهر ته لېږل شوي وو چې د هېواد په تحصیلي نظام کې یې ګټورې تجربې دننه کړې وې.»

هغه په دوام کې د جمهوریت پرمهال په تحصیلي نصاب کې شته کمیو او ستونزو ته په اشارې وایي: «په پرله پسې توګه د کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړتیاوو پربنسټ د تحصیلي نصاب او عصري زده کړو کړنلارې او د پرمختللو زده کړو ځانګړتیاوې په پام نیول شوې وې.»

د پوهنتون دغه استاد دوام ورکړ اوس، چې د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو اساسي او مسلکي مضمونونه غواړي بدل کړي او د عصري علمي اقتصاد، حقوقو او سیاست موضوع یې باطله کړې او د افراطپالنې او مدرسې افکار یې پر ځای راولي وبه لیدل شي چې پر تحصیلي نظام څه راځي؟

په روزنیز نصاب کې بدلون په پوهنتونونو کې د طالبانو یوازینۍ پرېکړه نه ده؛ بلکې په دې وروستیو کې ځینې برخې هم د طالبانو له خوا ایستل شوې چې خپل ځانګړي مینوال یې لرل؛ له دې جملې د هنرونو له پوهنځي د موسیقۍ او مجسمې جوړولو برخې چې اوس یې زده کړیالان له بې برخلیکۍ او ناروښانه راتلونکي سره مخ دي.

شفیق الله احمدي چې د هرات په یوه خصوصي پوهنتون کې پر زده کړو بوخت دی په دې اړه وایي: «موده نیسې ترڅو محصلین په پوهنتونونو او تحصیلي نصاب کې له راغلو بدلونونو سره عادت وکړي.»

د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د رسامۍ برخې محصل محمد زبیر احمدي، چې د دغې برخې له لغوه کېدو سره بې برخلیکه پاتې دی وایي: «په ډېرې لېوالتیا مې زده کړې کولې او هیله مې لرله په دې برخه کې خپل هېواد ته ویاړ ترلاسه کړم؛ خو اوس نه پوهېږم څه ووایم او په ډېر ناوړه وضعیت کې یم.»

د طالبانو د لوړو زده کړو د تازه طرحې له مخې چې د پوهنتونونو پر درسي سیستم یې پلې کړې ده د نویو مضمونونو له جملې د قران کریم تلاوت او تجوید، نبوي سیرت او له دینونو او مذهبونو فکري پوهاوی دی چې عملي کول یې د طالبانو د دغه بنسټ له خوا د افغانستان پر ټولو پوهنتونونو جبري ګڼل شوي دي.

د افغانستان د تحصیلي نظام لپاره د طالبانو په تازه طرحه کې په لومړي سمستر کې په عقیدتي نظام کې درې کرېډېټه د قران کریم تلاوت او تجوید ځای پر ځای شوي دي. په دویم سمستر کې په درسي نصاب کې څلور کرېډېټه اسلامي عبادات او نبوي سیرت زیات شوي دي. همداراز په څلور سمستر کې د (دینونو او مذهبونو) د فکري پوهاوي په نوم مضمونونه، په پنځم سمستر کې د اسلام سیاسي او اداري نظام، په شپږم سمستر کې د اسلام اقتصادي نظام په دوو کرېډېټونو کې، په اووم سمستر کې د قران او عصري علومو په نوم دوه کرېډېټه او په اتم سمستر کې به د اسلامي تمدن په نوم مضمون په دوو کرېډېټونو کې محصلینو ته ور زده کړل شي.

د ویلو ده چې له دې مخکې د افغانستان د پوهنتونونو روزنیز نصاب د افغانستان د پوهنتونونو د علمي کادرونو له خوا د ملګروملتونو سازمان د فرهنګي برخې (یونیسکو) تر نظر لاندې څارل کېده.

د پوهنتونونو استادان پر درسي نصاب د مضمونونو تپل د علمي او نړیوالو معیارونو خلاف بولي، چې فشار به یې محصلین وګالي.

د طالبانو له خوا د نجونو پر ښوونځیو بندیز، وزګاري او کډوالۍ هغه موارد دي چې د کانکور په ازموینه کې یې د ګډونوالو شمېر کم کړی دی؛ داسې حال چې د جمهوریت پرمهال د کانکور نږدې ۵۰ سلنه ګډون کوونکې نجونې وې او د جمهوریت پر وروستي کال د کانکور په ازموینه کې یوه نجلۍ ګډونواله عمومي لومړۍ نمره اعلان شوې وه؛ خو اوس د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو سره نجونې د کانکور په ازموینه کې له ګډون څخه بې برخې شوې دي.