سوداګري

د افغانستان د مالي صندوق جوړېدل؛ طالبان ورته لاسرسی نه لري

Photo: Da Afghanistan Bank

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت اعلان کړی چې د سویس حکومت او افغان اقتصاد پوهانو په ګډون به د خپلو نړیوالو متحدینو په همکارۍ د «افغانستان صندوق» په نوم د افغانانو په ګټه یو مالي صندوق جوړ کړي.

په هغه اعلامیه کې چې د امریکا په وخت چهارشنبې د سپتمبر په ۱۴مه خپره شوې راغلي چې ددې صندوق جوړېدل د افغانستان له اقتصادي ثباته د ملاتړ په موخه د دې هېواد له کنګل شوې شتمنۍ څخه د ۵،۳ میلیارد ډالرو د ستنولو لپاره د جوبایډن د فرمان پر بنسټ دي.


له بلې خوا، د امریکا د خزانه دارۍ وزارت ټینګار کړی چې دا شتمني باید د طالبانو او نورو بدنامو ډلو له لاسرسي لیرې وساتل شي.
طالبان د دغه صندوق د جوړېدو په غبرګون کې وایي، هره پرېکړه چې ناسمو موخو ته د رسېدو لپاره ددغو پیسو د اختصاص، کارولو یا لېږد په اړه وي، د منلو وړ نه ده او باید په اړه یې بیا کتنه وشي.
د افغانستان بانک په ټویټري پيغام کې راغلي چې دا بانک د افغانستان پر اسعاري زېرمو د لګول شویو محدودیتونو د بشپړ لیرې کولو غوښتونکی دی.


څارونکی پلاوی
د امریکا د خزانه دارۍ وزارت وايي چې دا صندوق د افغانستان د اقتصاد د دوو متخصصینو، د امریکا حکومت د یوه استازي او د سویس حکومت د یوه استازي په ګډون ګډ پلاوي له خوا رهبري کېږي.


دا پلاوی کولای شي له مالي سرچینو چې په واک کې یې ورکول کېږي، د برېښنا د لګښتونو، له نړیوالو مالي بنسټونو سره د افغانستان د پورونو او د افغانستان بانک د اساسي خدماتو لکه سویفت په شان لګښتونو لپاره کار واخیستل شي.


د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي او د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي مخکینی غړی شاه مهرابي د څلور کسیز پلاوي دوه افغان غړي دي.
د امریکا د خزانه دارۍ وزارت وایي چې د طالبانو بد اقتصادي مدیریت او د پيسو د سپینولو د مخنیوي او له ترهګرو د مالي ملاتړ په وړاندې د مبارزې لپاره د باور وړ طریقو په رامنځته کولو کې د طالبانو بې وسي، د افغانستان د اقتصاد د خرابیدو اصلي لامل دی.


د شمتنیو د آزادېدو شرایط
د امریکا حکومت وایي چې نه پرېږدي د افغانستان کنګل شوې پیسې د طالبانو په واک کې ورکړل شي.


د امریکا د خزانه دارۍ وزارت په وینا، طالبان د افغانستان د صندوق یوه برخه نه دي له همدې امله له دغو شتمنیو د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره د باور وړ لارې چارې رامنځته شوې دي.
له بلې خوا دغه وزارت د افغانستان بانک د پیسو د ورستنولو لپاره، درې مهم شرطونه مطرح کړي دي.


لومړی دا چې بانک باید ثابته کړي چې له لازمو تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو برخمن دی او له سیاسي نفوذه خپلواکي نندارې ته وړاندې کړي.
دوهم باید د پیسو له سپینولو سره د مبارزې او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي لپاره بنسټیز ظرفیت رامنځته کړي.
او درېیم، باید وښيي چې د یوه درېیم باور وړ بنسټ له خوا سنجول د یوه خپلواک بنسټ له خوا یې څارنه کېږي.


بشردوستانه مرستې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وینډي شیرمن وایي چې نړیوال بانک او د آسیا پراختیايي بانک کار کوي ترڅو څه د پاسه یو میلیارد ډالر د افغانستان د اساسي خدماتو او افغانانو د بیړنیو اړتیاوو لپاره برابره کړي.


د امریکا حکومت ۸۱۴ میلیون نور ډالر په دې شرط چې طالبان ونه شي کولای له هغې ګټه پورته کړي، د مستقیمو بشردوستانه مرستو په توګه د عملي کوونکو همکارانو له لارې له افغانانو د ملاتړ په موخه ولګول شي.