پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت د وروستیو «مرګونو» اعتراضونو وروسته د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي او د خیبر پښتونخوا د ایالتي علي وزیر امین ګنډاپور پر ضد دوسیه ثبتوي.
د دغو راپورونو له مخې، دا پرېکړه د جمعې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د پنجاب د وزیرې مریم نواز، د فدرالي حکومت د وزیرانو، د پوځ لوی درستیز سید عاصم منیر او د دغه هېواد د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په مشرۍ د لوړې کچې په ناسته کې وشوه.
په دې ناسته کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د «آناشيستانو او تخریب کارانو» ګوند وباله او د دې پرېکړې موخه يې په راتلونکي کې د «حکومت ضد لاريونونو» مخنیوی ياد کړى دى.
په دې غونډه کې یوې سرچینې ډان پاکستان ورځپاڼې ته وویل: «په دې غونډه کې د تحریک انصاف ګوند د هغو مشرانو او کارکونکو پر ضد د دوسیو د ثبتولو په ګډون مهمې پرېکړې وکړې چې ویل کېږي د امنیتي کسانو په وژنه او په پلازمېنه په برید لاس لري؛ په داسې حال کې چې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په یوه رسمي سفر اسلام آباد کې دی.»
د شهباز شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «لومړي وزیر شهباز شریف د کورنیو چارو د وزیر سید محسن نقوي په مشرۍ یوه کاري ډله جوړه کړې چې د روانې اونۍ په پیل کې په اسلام آباد کې د ګډوډۍ او تاوتریخوالي په خپراوي کې لاس لرونکي کسان وپېژني او د هغوی پر ضد جدي اقدامات ترسره کړي.»
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان لومړي وزیر په هیواد کې د ګډوډۍ او تاوتریخوالی د خپرېدو د هڅو د مخنیوي لپاره د شورش د مدیریت فدرالي ځواک د جوړولو پرېکړه هم کړې ده.
درې ورځنی لاریون
په پاکستان کې په وروستیو لاريونونو کې د تحریک انصاف شاوخوا لس زره پلویانو برخه اخیستې وه چې موخه یې د دغه ګوند د مشر عمران خان خوشې کول وو؛ خو د پاکستان امنیتي ځواکونو، چې شمېر یې ۲۰ زره کسانو ته رسېده، د «لاريون کوونکو د ځپلو» لپاره اوښکې بهونکی ګاز استعمال کړ.
د اسلام آباد په ریډ زون کې د امنیتي ځواکونو او عمران خان د پلویانو تر منځ له یوې ورځې نښتې وروسته چې د تحریک انصاف ګوند د مشرتابه له وتلو سره پای ته ورسېده، دغه ګوند د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چې خپله پلان شوې غونډه د زیاتو تلفاتو د زیاتوالي او د خلکو د وژلو د مخنيوي په موخه «د اوس لپاره» پای ته رسوي.
د يادونې وړ ده، چې دغه لاريونونه له پېښور څخه پيل او تر اسلام آباد پورې يې دوام درلود، چې د لاريون کوونکو يو اصلي ځاى د پاکستان پارلمان ته څېرمه و.
غبرګونونه
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له خوا د درې ورځنيو لاريونونو له پای ته رسېدو وروسته، د بښنې نړیوال سازمان د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا د دغو لاريونوالو د «وژونکي ځپلو» په اړه د رڼو څېړنو غوښتنه وکړه.
دغه سازمان مخکې پر اېکس کې لیکلي وو: «په پاکستان کې یو ځل بیا لاريونوالو له وحشیانه او وژونکي جبر سره مخامخ شوي چې د دغه هیواد د چارواکو له خوا په ظالمانه ابهام کې پوښل شوي دي. د لاريون کوونکو د وژونکي ځپنې په اړه سمدستي او رڼو څیړنو ته اړتیا ده.»
د جنوبي اسیا لپاره ددبښنې نړیوال سازمان د سیمه ایزې ادارې مرستیال بابو رام پنټ وویل: «د تاوتریخوالی شدت، د ګرځنده انټرنیټ خدماتو بندول، ډله ایز نیول، او د پاکستاني چارواکو لخوا د تحریک انصاف د لاريون کونکو په وړاندې خطرناک بیانات د زغم نشتوالي د بېلګې کيسه کوي، خلک په ټول هېواد کې د سوله ایزې غونډې د ازادۍ حق لري.»
هغه زياته کړه، چې د روان کال په پيل کې د بلوڅ او پښتنو لاريون کوونکو پر وړاندې د ورته ظلمونو شاهد و.