د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د اپینو تولید د دویم کال لپاره کم شوی او په ۲۰۲۴ کال کې به ۴۳۳ ټنو ته ورسېږي؛ خو دا شمېر د تېر کال په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه ډېروالی ښيي
راپور وايي، په افغانستان کې د تریاکو تولید لا هم د ۲۰۲۲ کال چې طالبانو پکې د کوکنارو پر کښت بندیز اعلان کړی، په پرتله ۹۳ سلنه کم دی.
په دې خبرپاڼه کې د دغه بنسټ وروستي راپور ته په اشارې سره چې د نومبر په شپږمه خپور شو، راغلي چې په تېر کال کې د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه بنسټ وايي، په روان کال کې پر ۱۲زره۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
په همدې حال کې، راپور وايي چې د کښت کچه د بندیز څخه مخکې د کچې څخه ښه پاتې ده، چې د پالیسۍ دوامدار اغیز په ګوته کوي.
د راپور له مخې، سږ کال د تریاکو د تولید اټکل شوی ارزښت ٢٦٠ میلیونه ډالره دى، چې د تېر کال په پرتله ١٣٠ سلنه ډېروالی (۱۳ برابره) دی، خو بیا هم د ۲۰۲۲ کال له ارزښت څخه ۸۰ سلنه کم دی.
فرصتونه او ننګونې
د نشه يي توکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر اجرائيوي رييس غاده والي وويل: «په پرله پسې توګه د دويم کال لپاره د اپينو په توليد کې کموالى فرصتونه او ننګونې دواړه لري.»
هغه ټینګار وکړ: «نړیوالې هڅې باید همغږي شي ترڅو د تریاکو د تولید مخه ونیول شي چې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د مصنوعي نشه يي توکو لکه میتامفیتامین ځای په ځای شي. په ورته وخت کې، موږ اړتیا لرو د هغو کلیوالو ټولنو ملاتړ وکړو چې د کوکنارو په کښت متکي دي او د دوی لپاره پر دوامداره او اقتصادي بدیلونو پانګونه وکړو.»
د دغه راپور له مخې، ډېری کروندګرو د بدیل حاصلاتو لکه حبوباتو او پنبې کرلو ته مخه کړې او په ډېرو ځمکو کې يې کرلي دي.
په همدې حال کې، د راپور له مخې، د عاید شدید توپیر لاهم شتون لري؛ نو د کوکنارو کښت د غنمو په پرتله ٦٠ ځله ډیر ګټور تمامېدلاى شي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د قانوني بدیل کښت د نه شتون په صورت کې اقتصادي بې وزلي ښايي کروندګر بېرته د کوکنارو کښت ته اړ کړي.
د تریاکو د تولید جغرافیایي مرکز بدلېدل
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو د تولید جغرافیایی مرکز هم بدل شوی دی. اوس د هېواد د ترياکو د توليد دوه پر درېمه برخه د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې متمرکزه ده، په داسې حال کې چې پخوا دغه توليد تر ډېره د هېواد په سوېل لوېديځو سيمو کې کېده.
د مصنوعي نشه يي توکو تولید زیاتېدل
دغه راپور په افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو د تولید زیاتوالي ته هم اشاره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په همکارۍ یې په افغانستان کې د روږدو د درملنې د خدمتونو په اړه یوه سروې ترسره کړې، چې ښيي د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې د روږدو کسانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي، خو د پام وړ نابرابري په ځانګړې توګه روغتيايي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي په برخه کې شتون لري.
پداسې حال کې چې افيوني موادو هغو ناروغانو کې د روږدي کېو ترټولو عام ډول پاتې دی چې د درملنې په لټه کې دي. راپور د روږدي کسانو د درملنې لپاره د محرکو موادو، په ځانګړې توګه د میتامفیتامینو ته د غوښتنې د زیاتوالي راپور ورکوي.
دا موندنې د نشه یي توکو د کښت او مصرف سره تړلې اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره د مبازې په اړتیا ټینګار کوي، په داسې حال کې چې افغانستان د اپینو د کښت د منع کولو له پایلو سره لاس او ګرېوان دى.