تفریحی

په دوحه کې د افغانستان په اړه د لوېدیځو هېوادونو د استازو غونډه

د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو استازو او همدارنګه د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني مرستیال حکمت خلیل کرزي په دوحه کې په یوه غونډه کې له افغانستان سره د تعامل د دوام پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ښاغلي کرزي په وینا، په دې غونډه کې د برېټانيا، امریکا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ هېوادونو استازو ګډون کړی وو او دا غونډې برېټانيا د سفير په کوربه توب جوړه شوې وه.

هغه پر خپل اېکسپاڼه لیکلي:«موږ د افغانستان په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د لا نورو تعامل د په اړه مو بحث وکړ.»

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په اړه سیمه ییزې او نړیوالې خبرې-اترې زیاتې شوې دي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره په ليدنه کې اعلان وکړ، چې ډېر ژر به د روسيې يو لوړ پوړى پلاوى افغانستان ته سفر وکړي.

دغه راز د چین ځانګړي استازي هم په دې وروستیو ورځو کې له طالب چارواکو سره کتلي او پر دوه اړخېزو همکاریو یې خبرې کړې دي.