افغانستان

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه: د کوکنارو د کښت جغرافیایي مرکز له هلمند څخه بدخشان ته لېږدول شوی

Photo: Reuters. FILE PHOTO

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د وروستي راپور پر بنسټ په یوه نوي تحلیل کې ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت جغرافیوي مرکز له هلمند ولایت څخه بدخشان ته لېږدول دی.

د دې شننې له مخې، سږ کال د هېواد د کوکنارو تر نیمايي ډېر (۵۹٪) د افغانستان په شمال ختیځ او په ځانګړې توګه په بدخشان ولایت کې کرل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر وايي، چې د طالبانو له بندیز سره سره په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

طالبانو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر راپور رد کړی و.

په همدې حال کې د افغان شنونکو شبکه وايي، د کوکنارو د کښت یو پر پنځمه برخې د ودې ترڅنګ؛ د هغو کلونو په پرتله چې د طالبانو له خوا پرې بنديز لګول شوی و، د پام وړ نه و.

په دې تحلیل کې ویل شوي چې تیر کال په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې په «بشپړه توګه» ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی؛ خو اوس پایله برعکس ده او د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې د راپور پر بنسټ، سږ کال په هېواد کې ۱۲زره ۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۱۰زره ۸۰۰ هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل کېدل.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د شننې له مخې، تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یوازینی بل ولایت دی چې سږ کال په کې پر ۱۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

د دې شننې پر بنسټ، په هېواد کې د کوکنارو په کښت کې د تخار ولایت ونډه شاوخوا دوه سلنه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه شبكه د انرژۍ د نړيوال سازمان په حواله ويلي چې له نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپلو ارقامو کې تېروتنه کړې او په بدخشان کې د سږ کال ډېری کوکنار له حاصلاتو مخکې له منځه تللي دي.

د افغانستان د شنونکو شبکه په بدخشان کې د کوکنارو کښت د دغه ولایت د اوسېدونکو یو پخوانی دود بولي او زیاتوي چې له تاریخي پلوه د کوکنارو کښت په دغه ولایت کې مهم اقتصادي رول لوبولی دی.