افغانستان

د هېواد یو شمېر بنسټونه او خبریالان: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو آزادۍ سخت زيان ليدلى

د دشتي بنسټ او د بیان د ازادۍ کور په کاناډا کې دغه هېواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو او نړیوالې پراختیا د کمېټې مشر د علي احساسي په کوربه توب د افغان خبریالانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د مدني ټولنې د غړو، د دغه هېواد د دولتي چارواکو، د کاناډا د پارلمان غړو، د جرمني، هالنډ او استرالیا هېوادونو ډیپلوماتانو په ګډون يوه غونډه جوړه کړه چې پکې يې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ پر وضعیت خبرې وکړې.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دغې غونډې په پاى کې خپره شوه ويل شوي چې د کاناډا د پارلمان استازو او يو شمېر افغان خبريالانو په دې غونډه کې وويل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنيو آزادي په بې سارې توګه له زيانمنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په تېرو درېیو کالونو کې د رسنیو د ازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې له ۱۲۱ څخه ۱۷۸ځاى ته راښکته شوی دی.

د دې غونډې ګډونوالو همداراز وویل، چې د طالبانو هغه قانون چې «د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» د ښځو د حقونو د محدودولو او د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بنديز ترڅنګ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خپرونې هم سانسور کړې دي.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د طالبانو له واکمنۍ سره تر اوسه څه دپاسه ٣٠٠ خبريالان د نيولو او شکنجه کولو له خطر سره مخامخ شوي دي، په زرګونو نور خبريالان له هېواده تېښتې ته اړ شوي دي او تراوسه پورې کاناډا ۳۰۰ افغان کډوال خبریالان منلي دي.

په دې غونډه کې ګډونوالو د استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د رسمي دریځ چې له طالبانو یې غوښتي وو چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه سرغړونه ونه کړي؛ ستاینه کړې ده خو له دغو هېوادونو يې غوښتنه کړې چې د عدالت نړیوالې محکمې ته د دې مسلې د راجع کولو بهیر پیل کړي.

د دې غونډې تنظیموونکو له هغو هېوادونو هم وغوښتل چې د رسنیو له ازادۍ ملاتړ کوي، څو په سختو شرایطو کې له افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.

په دې غونډه کې هغه سازمانونه چې د رسنیو او ژورنالیستانو ملاتړ کوي، وړانديزونه چې د خوندیتوب روزنه، له جلاوطنه رسنیو څخه ملاتړ، د بندیانو د خوشې کولو لپاره پر طالبانو فشار، په رسنیو د محدودیتونو لرې کول شامل دي مطرح شول  همدارازپه ترکيه، ایران او پاکستان کې هم د هغوى خبريالانو پر ملاتړ ټینګار وشو چې د اخراج له ګواښ سره مخ دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د کاناډا او برېټانيا د رسنيو د ازادۍ جايزه، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې افغانستان ته ورکړل شوې وه، هم وستايل شوه او ګډونوالو د دې جايزې ترلاسه کول د محدودیتونو پر وړاندې د هېواد د خبريالانو د مقاومت او ثبات سمبول وباله.