افغانستان

په جينوا کې د افغانستان استازی: د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې شاوخوا اته میلیونه کسان له هېواده وتلي دي

په جينوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، په هېواد کې د کډوالو او بې ځایه شویو وضعیت په نړۍ کې یوه له ننګونو ډکه مسئله ده.

اندېشه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون غونډې ته ويلي، چې له ۲۰۲۱ کال د طالبانو له خوا «پوځي بيا واک ته رسېدو» راهيسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده وتلي دي.

نوموړي د دغه سازمان په ۷۵ مه ناسته کې ټینګار وکړ چې افغانستان د بشري تاریخ تر ټولو ستر «ډله ییزه کډوالي» لري او د دې ستونزې ریښې او پایلې باید په ګوته شي.

که څه هم، هغه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د اتباعو د کډوالو اصلي لاملونه مشخص نه ياد نه کړل. خو يو شمېر اوسېدونکو له دې وړاندې ويلي وو، چې د طالبانو له د دوى د  ماشومانو پر زده کړو د بنديز، د بېوزلۍ د ډېرېدو، خراب اقتصادي وضعيت او د کار د نشتوالي له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د حقونو د ملي کنوانسیون مشر علي کاظمي مخکې ویلي وو چې په تهران کې ۸۵ سلنه کارګر ماشومان افغان کډوال دي.

نوموړي د ایران له ايسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران په سړکونو کې ۳۲۰۰ ماشومان کار کوي، چې ۸۵ سلنه یې افغان کډوال دي.

په همدې حال کې د آمو د یوې څېړنې موندنې ښيي چې «بې روزګاري» او «خراب اقتصادي وضعیت» د هېواد د اتباعو د غیر قانوني کډوالۍ اصلي لاملونه دي.

له بل پلوه ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ګړندى کړی او دغه کډوال همداراز د ایراني او پاکستاني پولیسو له غیر انساني چلند څخه شکایت کوي.