نړۍ

سټولټنبرګ: د پوتین اټومي مذاكرات باید له اوکراین څخه د ناټو د ملاتړ مخه ونه نیسي

د ناټو  سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د پوځي اتحاد غړي باید د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین « د اټوم په اړه بې پروا څرګندونو» له کبله د اوکراین سره د نورو پوځي مرستو له ورکولو ډډه ونه کړي.

د ناټو  سرمنشي دغه څرګندونې تېره ورځ د کرملین د اعلان په غبرګون کې له رویټرز سره په مرکه کې وکړې.

ولاديمير پوتين په خبرپاڼه کې  ويلي، که روسيه د دوديزو توغنديو په مرسته بريد وکړي ښايي اټومي وسلې وکاروي، او مسکو به هر هغه بريد چې د اټومي ځواک له خوا يې ملاتړ کېږي، يو ګډ بريد ګڼي.

د پوتین دا خبرداری په داسې حال کې مطرح کېږي، چې متحده ایالات او متحدین یې په دې بحث کوي چې ایا اوکراین ته اجازه ورکړي چې د روسیې خاورې ته د لوېدیځ دودیز توغندي توغوي.

په همدې حال کې کیيف وايي، د روسیې په خاوره کې د هغو سیمو د نښه کولو اجازه غواړي چې د مسکو د جګړې د هڅو یوه برخه ده.

ینس سټولټنبرګ چې له یوې لسیزې وروسته د ناټو د مشر په توګه دنده ترسره کوي، ټاکل شوې نن (سه شنبه، د می ۱۰) د هالنډ پخواني لومړي وزیر مارک روته ته د دې تړون مشري وسپاري، وویل: «هغه څه چې موږ ولیدل د بې غورۍ یوه بېلګه، اټومي بیانات او د روسیې پیغامونه دي او دا هم په ورته بڼه کې دي.»

هغه د بروکسل په څنډه کې د ناټو په مرکزي دفتر کې رویټرز ته وویل، «هر ځل چې موږ د نویو وسلو لکه جنګي ټانکونو، اوږد واټنه وسلو یا اېف-١٦ الوتکو سره خپل ملاتړ زیات کړی، روسیې هڅه کړې چې زموږ مخه ونیسي. دوی بریالي شوي نه دي، او دا وروستۍ بېلګه باید د اوکراین څخه د ناټو ددمتحدینو د ملاتړ مخه ونه نیسي.»

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې چې ناټو د روسیې په اټومي وضعیت کې کوم بدلون نه دی موندلی چې «د دوی په برخه کې بدلونونو ته اړتیا لري.»

د ناټو  سرمنشي وايي، د دې اتحاد لپاره تر ټولو لوی خطر دا دی چې پوتین په اوکراین کې بريالى شي.

هغه وايي: «په هغه صورت کې به بیا پیغام دا وي چې کله هغه نظامي ځواک وکاروي او کله چې ناټو ته ګواښ وکړي، هغه څه ترلاسه کوي چې دوی یې غواړي، دا به موږ نور هم زیانمن کړي.»

د متحده ایالاتو حکومت تر دې دمه اوکراین ته له مسکو سره د کړکېچ د زیاتېدو او احتمالي غچ اخیستنې وېرې له امله اجازه نه ده ورکړې چې د روسیې په خاوره کې د دړى اوږد واټن ویشتونکو توغندیو په څېر وسلو سره برید وکړي.

د رويټرز د راپور له مخې، ځينو لوېديځو چارواکو مخکې هم دا پوښتنه کړې، چې دا ډول بريدونه تر کومه حده د جګړې انډول بدلولی شي.

ښاغلي سټولټنبرګ ويلي چې «هیڅ جادويي مرمۍ» شتون نلري چې د جګړې په ډګر کې هرڅه بدل کړي. خو په روسیه کې ژور بریدونه د لوېدیځ د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه چې اوکراین د روسیې د تېري په شاتګ کې مرسته وکړي، اغېزمن کېدای شي.

هغه همداراز وویل چې د جګړې د پای ته رسولو هر ډول خبرې اترې باید د لوېدیځو قدرتونو په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو له خوا د اوکراین لپاره د امنیت تضمین وي.

د ناټو عمومي منشي زیاتوي: «که نه نو روسیه به د هغې کرښې هیڅ درناوی ونه کړي چې ټاکل شوې چې نه ترې تېرېږي.»

ښاغلي سټولټنبرګ هغو پخوانیو تړونونو ته په اشارې سره چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې د پای ته رسولو په موخه ترسره شوې وه، وویل: «زه فکر نه کوم چې موږ د اوکراین په اړه د پوتین فکر بدل کړو. خو زه فکر کوم چې موږ کولی شو د هغه محاسبې بدلې کړو.»

د ناټو سرمنشي وايي، د جګړې د دوام لګښت دومره لوړ ښودلای شي، چې ښايي پوتین دا پیغام ورکړي، چې ښه به وي اوکراین د یوه خپلواک او آزاد هېواد په توګه ومني.