افغانستان

د برېښنا شرکت ادعا: په کابل کې د برېښنا پرچاوي د ورځې شپږ ساعتونو ته راټیټه شوې ده

Kabul, capital of Afghanistan.

په داسې حال کې چې کابل ښاریان په کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ پر زیاتوالي نیوکې کوي، د طالبانو تر ادارې لاندې د برېښنا شرکت مسٶولینو نن په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغه ښار کې د برېښنا پرچاوي له ۱۲ ساعتونو څخه شپږو ساعتونو ته راټیټه شوې ده.

خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو آمو ته ویلي، چې دوی په ۲۴ ساعتونو کې یوازې له شپږو تر اته ساعته برېښنا لري.

د دغه شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر وايي، د برېښنا شرکت په هېواد کې ۴۰۰ زره نویو پیرودونکو ته برېښنا وېشلې ده.

د هغه په ​​وينا، افغانستان د ٢٢٢زره مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، چې ٢۴زره مېګاواټه يې د اوبو له بندونو، ٦٧زره مېګاواټه د باد له برېښنا او څلور زره مېګاواټه له کثافاتو څخه ده.

دغه طالب چارواکي د ملاتړو موسسو له خوا د زېربنایي پروژو پر ځنډولو نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که له ناسمو لارو د انرژۍ تولید ته اړ شي، نو چاپېریال ته به یې زیان په نړیواله کچه ورسېږي.

د هغه په ​​وينا، له ترکمنستان څخه شبرغان ته د برېښنا د لېږد پروژې چارې ٨٠ سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړي د ټاپ پروژې ته په اشارې سره وويل، چې دا پروژه به د هلمند، هرات، فراه، کندهار او زابل ولايتونو ٩٠ سلنه برېښنا برابره کړي.

عبدالباري عمر په پنجشیر ولایت کې د څلور میګاواټو په ظرفیت د برېښنا د پروژې د بشپړېدو اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار اوسېدونکو تل د برېښنا د لګښت له لوړوالي شکایتونه کړي دي. د کابل یو اوسېدونکی آمو ته ويلي چې دوی په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۶ ساعته برېښنا لري.

دوی د کابل په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا د غیر عادلانه وېش په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

عبدالباري عمر ومنله چې پنځه سوه زره ميټره داسې دي چې د برېښنا له سيستم سره نه دي تړل شوي. هغه وويل چې د برېښنا شبکې د ستونزو له امله نه شي کولاى په سمه توګه خلکو ته برېښنا وويشي.

افغانستان د خپلې اړتیا ډېره برخه د منځنۍ اسیا له هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.