افغانستان

 د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام: طالبان وايي په ښوونځیو کې تر یو میلیون زیات نوي زده کوونکي جذب شوي

په داسې حال کې چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم ښوونځيو ته له تګ منع دي، د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت چارواکو په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د هېواد په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې ۱ میلیون ۴۴۵ زره ۸۴۰ نوي زده کوونکي جذب شوي دي.

طالبانو همداراز نجونې پوهنتون ته د تګ او د کانکور په ازموینو کې د ګډون منعه کړې دي. تېره میاشت د ملګرو ملتونو ښوونيزې او کلتوري څانګې (یونسکو) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و، چې که د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، په افغانستان کې به تر څلور میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شي.

د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت د شمېرو پر بنسټ په ټول هېواد کې ۱۸ زره ۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځي فعالیت کوي.

دغه وزارت وايي، په هېواد کې د ۱۰۶ دولتي ښوونځیو او ۲۱۰ خصوصي ښوونځیو په ګډون ۳۱۶ ښوونځي نوي تأسيس شوي دي.

په دغه وزارت کې د طالبانو د چارواکو په وینا، په تېر یوه کال کې ۱۵۲ لومړنيو خصوصي او دولتي ښوونځيو لېسو ته ارتقاء  کړې ده او ۱۱۹ دولتي او خصوصي ښوونځي له منځني ښوونځي څخه لېسو ته ارتقاء  کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت شمېرې ښيي چې په هېواد کې د کوچیانو لپاره ۱۲۳ ښوونځي او ۱۵۹ محلي ټولګي تخصیص شوي او ۴۱زره۸۲۴ تنه په کې په زده کړو بوخت دي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې په یو کال کې شل زره هغه کسان چې له داخلي او خارجي مدرسو فارغ شوي دي د سويې د تثبيت ازموینه ترې اخیستل شوې ده.

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له لومړي څخه تر دوولسم ټولګيو پورې ۱۶ میلیونه ۱۸۸ زره ۹۳۹ ټوکه درسي کتابونه، ۶۱۷ زره ۹۷۸ ټوکه درسي کتابونه د «اسلامي زده کړو» مرکزونو او ۲۹۴ زره ۶۴۱ ټوکه کتابونه د سواد زده کړو مرکزونو ته چاپ او وېشل شوی دی.

خو د هېواد يو شمېر زده کړيالان وايي، چې طالبانو له خپل نصاب څخه ساينسي مضمونونه لرې کړي او پر ځاى يې اسلامي فرهنګ او د خپلې خوښې مضمونونه ځاى پر ځاى کړي دي.

په همدې حال کې د راپورونو پر بنسټ، طالبانو د خپلې واکمنۍ په درېیو کلونو کې د جهادي مدرسو پر جوړولو ډېر تمرکز کړی او په ټول هېواد کې یې په بېلابېلو عنوانونو سلګونه مدرسې جوړې کړې دي.

له بلې خوا طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته د دريشي او د ښوونځي د یونیفورم اغوستل چې په جمهوري نظام کې لازمي وو، «حرام» ګڼلی او منع یې کړی دی. په هېواد کې يو شمېر نارينه زده کوونکي وايي، که په دغه يونيفورم کې خپلو ښوونځيو ته ننوځي، د ښوونځيو د ادارې له خوا چې د طالبانو تر واک لاندې دي، د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو ډېرى غړي د افغانستان له پخواني حکومت سره د جګړې پر مهال د پاکستان په ښوونځيو کې يې زده کړې کړې دي او پر هېواد تر واکمنۍ وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. هغه زده کړې چې یو شمېر سیاستوال او مدني فعالان یې «افراط او د افغان ولس د ارزښتونو ضد» بولي.