د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې راپور رد کړ.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال به نن (دوشنبه،وږي ١٩مه) له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه یو راپور خپور کړي. په راپور کې به د دیموکراتیک ولسمشر جو بایډن پر ادارې چې د ٢٠٢١ په اګست کې له افغانستانه د متحده ایالاتو په ګډوډ او مرګوني وتلو کې د هغې د ناکامیو له امله هم سختې نیوکې وي.
خو د امریکا لوړپوړي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې یې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، پر دغه راپور نیوکه کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد پر اېکس لیکلي: «ما د افغانستان په اړه د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د اکثریت راپور په سي بي اېس کې ولوستل. په راپور کې ویل شوي چې د امریکا پوځ له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې برخه نه لرله. که چیرې راپور په ریښتیا هم داسې ادعا کوي – چې لاهم عام شوى نه دی – دا ادعا ناسمه ده.»
خلیلزاد لیکلي چې د دوحې تړون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تاریخي خبرو لامل شو.
خو د ده په خبره، له څو ناستو وروسته، د نوي حکومت د جوړولو لپاره د متقابلې هوکړې تمه نه ده لاسته نه ده راغلې.
نوموړي دغه راز د سولې له خبرو څخه د پخواني افغان حکومت وتل یو «ناسم تور» وباله.
ښاغلي خلیلزاد وویل، «په پراخه کچه مایوسي موجوده وه چې افغان مشران د خپل هېواد د لومړیتوبونو پر ځای د رښتینې پخلاینې په لټه کې شي، او تمه کېده چې دوى، ددې پرځاى دا بهیر ورو کړي او د امریکایانو د پیسو او ژوند لګښت ته دوام ورکړي.»
د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یوه راپور کې ويلي چې د بایډن ادارې ډېر ناوخته د ملکي خلکو د ایستلو پرېکړه وکړه.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، دغه راپور په واشنګټن کې د مختلفو څانګو او په افغانستان کې د چارواکو ترمنځ د اړیکو نشتوالی، او همدارنګه د وړ افغان اتباعو لپاره د وتلو اسنادو بشپړولو کې ستونزې په ګوته کوي.
دا راپور د جمهوري غوښتونکو د استازي مایکل مک کال په مشرۍ د درې کلنو څېړنو پایله ده چې د متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رٸيس دی.
په دغه راپور کې راغلي: «په نړۍ کې د امریکا اعتبار ته سخت زیان رسېدلی، ځکه چې موږ خپل افغان متحدین د طالبانو غچ اخیستنې ته پرېښودل، د افغانستان خلک چې موږ یې د ساتنې ژمنه کړې وه.»
له افغانستان څخه د امريكايي ځواکونو د وتلو مسٸله د نومبر د پنځمې د ولسمشريزو له ټاکنو په نږدې کېدو په یوه توده سیاسي موضوع بدله شوې ده.