د طالبانو په تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، له قرغزستان د «ممنوع ډلو» له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو له امله مننه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ سره سره هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، په افغانستان کې د «ترهګرۍ» ګواښ د دې شورا بله مهمه اندېښنه ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سپتمبر د میاشتې په مسوده کې راغلي چې «په داسې حال کې چې د شورا غړي په عمومي ډول د یوه سوکاله، سوله ییز، له ترهګرۍ څخه پاک او ټول شموله افغانستان لپاره په خپلو کې سره متحد دي، خو دوی د دې هدف د ترلاسه کولو د څرنګوالي په اړه اختلاف لري.»
د امنیت شورا په وینا، د درېیو دایمي غړو فرانسه، بریتانیا، امریکا په ګډون ځینو نورو غړو ورته فکر لرونکو هېوادونو استدلال کړی چې طالبان باید نړیوالو نورمونو ته غاړه کېږدي.
په مسوده کې ویل شوي چې د دغو غړو څخه یو شمیر داسې ښکاري چې په طالبانو باندې د فشار د ساتلو په برخه کې، په ځانګړې توګه د دوی د پالیسیو په اړه چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي.
خو د امنیت شورا په وینا، چین او روسیه په دې باور دي چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره مرسته وکړي پرته له دې چې مسله له نورو مسلو لکه بشري حقونو سره وصل کړي او داسې ښکاري چې له فشارونو پرته له طالبانو سره خبرو ته ترجیح ورکوي.
که څه هم طالبانو په وار وار ادعا کړې چې د دوی د استازو منل د دوی په رسمیت پیژندل دي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل چې له دوی څخه د مشروعيت حق په «غیر عادلانه ډول» اخیستل شوی دی.