افغانستان

امریکا دفاع وزارت نور له افغانستان سره مالي مرسته نه کوي

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون

د ۲۰۲۳ کال لپاره د امریکا د دفاعي بودیجې د طرحې له مخې، پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت اجازه نه لري چې له افغانستان سره حتی په بشري برخو کې، هیڅ ډول مرسته وکړي.

که څه هم د امریکا د کانګرس ډېرو غړو د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو په ګډون، له دې طرحې ملاتړ کړی او غوښتي یې دي چې د طالبانو تر رژیم لاندې افغانستان سره هرډول مرستې بندې کړي، خو د کانګرس یوې مسلمانې غړې الهان عمر له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړې په خپل ټویټر کې لیکلي: “افغانستان د ځمکې پر مخ ترټولو وېروونکي بشري ناورین سره مخ دی. موږ باید د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو کې خپله ټوله وسه وکړو، نه دا چې هغه مرستې هم محدودې کړو چې زموږ په واک کې دي.”

طالبان وايي بدیل غوراوی لري

بلخوا د د امریکا دې طرحې ته طالبانو اقتصاد وزارت په ځواب کې وايي چې دا مرستې پخوا په افغانستان کې د انکشافي برخه کې لګېدلې او اوس ورته بدیل پیدا شوی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وایي: “د امریکا له لورې د مرستو بنديدل د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د پام وړ اغېز نه لري. دا مرستې پخوا په انکشافي برخو کې لګول کېدې او اوس بېلابېل هېوادونه غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي.”

د امریکا د کانګرس غړې ایلهان عمر په اصلاحیه کې راغلي، که امریکا د افغانستان د ارزي ذخیرو په ازادولو کې سم عمل وکړي، نو دا نوې طرحه به ددغو ذخایرو خوندي انتقال به لا پېچلی کړي.

د مالي او بانکدارۍ چارو یو کارپوه سیر قریشي په دې اړه وايي، امریکا ددې لپاره چې طالبانو د دوحې توافقنامې له مخې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له القاعده سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړي، پر طالبانو د فشار په لټه کې ده.

هغه زیاته کړه: “طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي، همداراز یې له روسیې سره اړیکې نږدې شوي دي. د همدې لپاره د افغانستان ارزي ذخیرې نه ازادېږي. امریکا پر طالبانو مالي او اقتصادي فشار واردوي ترڅو د هغوی امکانات کم شي او هغوی کنټرول کړي.”

د امریکا اقدام به د افغانستان په زیان وي

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د اقتصادي پوهنځي پخوانی استاد سید مسعود په دې باور دی چې د امریکا نوې طرحه به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز وکړي او نظامي، سیاسي او اقتصادي برخو ته به زیان واړوي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه: “د امریکا په نظامي بودیجه کې هغه پوځي او اقتصادي مرستې چې له نظامي دهلیز څخه نورو هېوادونو ته ورکول کېږي، د افغانستان نوم نه لیدل کېږي. ځکه د افغانستان دولت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او معمولا مرستې دولتونو ته ورکول کېږي. د همدې لپاره اړتیا ده چې طالبان له امریکا سره پر  سیاسي تعاملاتو کار وکړي.”

د افغانستان د پارلمان پخوانی منشي عبدالرووف انعامي وايي چې له افغانستان سره د امریکا دفاع وزارت مرستې په درېیو برخو کې متمرکزې وې او واشنګټن هرکال دوه میلیارده ډالر د افغانستان عادي امنیتي بودیجې ته ورکول چې په دې کې د نظامي پرسونل معاش او د سون توکي شامل و.

هغه زیاته کړه: “د جمهوریت پرمهال چې د امریکا کومې مرستې افغانستان ته ځانګړې کېدې، لومړی د تجهیزاتو، معاش او په افغانستان کې د امریکا پوځي تمریناتو لپاره وې چې اته میلیارده ډالر کېدل. دویم، د افغانستان د امنیتي سکتور تمویل او تجهیز و چې په دې کې د الوتکو، ټانکونو، پوځي او لوژستیکي وسایلو اخیستل شامل و. د افغانستان حکومت په دې برخه کې پارلمان ته شمېرې نه وړاندې کولې. درېیمه برخه، د امنیتي سکتور عادي بودیجه وه چې کال کې دوه میلیارده ډالرو ته رسېده.”

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې امریکا په یوه بل اقدام کې افغانستان له ناټو څخه بهر د خپلو اصلي متحدو هېوادونو له لیست څخه وویست. په دغو متحدینو کې اوس د پاکستان په ګډون ۱۸ هېوادونه دي. طالبانو هم تردې ځایه د دوحې پر توافق عمل نه دی. د ټولشموله حکومت جوړول، د ښځو او اقلیتونو د حقونو خوندي کول، د داعش او القاعده په څېر ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د امریکا او د ملګرو هېوادونو پرضد یې د افغانستان د خاورې نه کارېدل په دغه توافق کې د طالبانو ژمنې وې.