افغانستان

د اګست ۱۵: د جمهوریت له سقوط درې کاله تېر شول

نن (پنجشنبه، د اګست ۱۵ یا د زمري ۲۵مه) په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط ورځ ده.

په همدې ورځ پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه وتښتېد، نړیوال ځواکونه له هېواده ووتل او جمهوري نظام سقوط وکړ.

طالبانو د جمهوري ریاست د سقوط ورځ « د فتحې ورځ» وبلله او پرون یې ولمانځله.

خو د هېواد خلک دغه ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه توره ورځ ګڼي او ټینګار کوي چې دغه ورځ د هېواد له سیاست او ټولنې څخه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د ویستلو پیلامه ده.

د جمهوریت په ړنګېدو سره ټول دولتي جوړښتونه او د بشري حقونو هغه بنسټونه چې د هیواد د اتباعو د اساسي حقونو او آزادیو ساتنه یې کوله هم له منځه ولاړل.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، اساسي قانون او یو شمېر نور قوانین یې لغوه کړل او د ټولو چارو د پرمخ وړلو لپاره يې د خپل مشر شفاهي او لیکلي فرمانونه بنسټ وګرځول.

طالبانو واک ته له بيا راستنېدو وروسته دهمداراز د ښځې او نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته له ورتګه منع کړې او کار او تګ راتګ حق يې هم ورمحدود کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د تازه راپور له مخې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې يوازې د ښځو د حقونو او آزادیو په تړاو ۷۰ فرمانونه صادر کړي دي.

دغه سازمان وايي، طالبانو په دې فرمانونو د ښځو حقونه او ازادي محدوده کړې او کله ناکله يې بنديزونه هم پرې لګولي دي.