د افغانستان د مبارزو ښځو غورځنګ د اګست په ۱۵مې (هغه ورځ چې جمهوریت ړنګ شو او طالبان په هیواد کې واک ته ورسیدل) په مناسبت د طالبانو د تګلارو پر ضد اعتراض وکړ.
دغه مېرمنو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو ته د افغانستان سپارل یو «خطرناکه ناورين» و.
په خبرپاڼه کې راغلي« د جنسیتي اپارتایډ رژیم رامینځته کول له عامه ځايونو څخه د مېرمنو اېستل ، د تنظیم شوې نسل وژنې دوام ، جبري کډوالي ، ٩٠ سلنه بې وزلي ، د سیمه يیزې او نړیوالې ترهګرۍ د روزنځايونو زیاتوالی د دې ناورين اوسنۍ پایلې دي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې ناورین ساحه پراخېږي.»
دافغانستان د مبارزو ښځو غورځنګ د ملګرو ملتونو او نړیوالو رسنیو د راپورونو په استناد وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له لسو څخه زیاتې سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرې ډلې شته چې په سیمه او نړۍ کې د پراخ تاوتریخوالي په موخه ګمارل کېږي.
د افغان ښځو دغه اعتراضي غورځنګ د اګست ۱۵مه د افغانانو لپاره «توره» ورځ بللې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د زمري ۲۴مه د یوې سترې لاسته راوړنې د بریا ورځ او «فتحه» بولي.
خو د بشري حقونو د څار سازمان د زمري په ۲۴مې (د جمهوریت ړنګېدو او طالبان بیرته راستانېدو ورځې) په مناسبت په يوه راپور کې ويلي، چې طالبانو واک ته په رسیدو په نړۍ کې د ښځو د حقونو «تر ټولو لوی ستر» بحران رامنځته کړى دى.
د يادولو وړ ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست واک ته رسېدو راهيسې، د افغان اتباعو ټول اساسي حقونه په ځانګړې توګه د ښځوحقونه محدود کړي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې يې له ښوونځيو منع کړې دي او پوهنتونونو دروازې يې هم د نجونو او ښځو پرمخ تړلي دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې له خوا په یوه تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خراب شوی دی. د یوې سروې له مخې په افغانستان کې ۹۸ سلنه ښځې احساس کوي چې د خپلې ټولنې په پرېکړو کې لږ یا هیڅ نفوذ نه لري. همدارنګه، په هیواد کې ٦٨ سلنه مېرمنو رواني روغتیا وضعيت بد او يا ډېر بده راپور شوى دى.
د دغه راپورونو له مخې، طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د افغان ښځو د ازادۍ او بنسټیزو حقونو د محدودولو په موخه لږ تر لږه ۷۰ فرمانونه صادر کړي دي.