په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په هېواد کې ټولګډونه حکومت جوړ کړي، د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په یوه مرکه کې ویلي چې نړۍ باید د دوی «د نظام د ډول» سره کار ونه لري.
هغه ټینګار وکړ چې بهرنیان باید د رژیمونو په ګډون د هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، بلکې یوازې هغه مسایل راپورته کړي چې د ځان لپاره يې ګواښ ګڼي.
طالبان سیاسي جوړښت او مسایل لکه د بشري حقونو او ښځو حقونه داخلي مسایل ګڼي، خو ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو پر بنسټ دا داخلي مسایل نه دي او باید په نړیواله کچه پرې بحث وشي.
په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول، بشري حقونو ته درناوی او د ښځو پر وړاندې د سختو سیاستونو لرې کول لکه د کار او زده کړو بندیز له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې مهمې غوښتنې دي.
خو طالبانو نه یوازې دا چې پر دغو غوښتنو سترګې پټې کړې، بلکې په اړه یې هر ډول خبرې هم رد کړې. طالبان وايي دا د افغانستان داخلي مسایل دي.
مجاهد د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، « هېوادونه بايد هیڅکله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، نه دې د عقيدې پور کار لري، نه د نظام پورې او نه د نظام د جوړښت پورې کار لري، دوی باید یوازې په هغو مسٸلو خبرې وکړي دوی يې ځان له لپاره ګواښ ګڼي يا خپل مشترکات پکې ګوري»
ملګرو ملتونو ویلي چې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو او ښځو د حقونو مسله کورنۍ نه، بلکې د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په نظر کې نیولو سره نړیوال او د بحث وړ دي.
له همدې امله دغه مسايل د طالبان په رسميت پېژندلو او له نړيوالې ټولنې سره د دغه هېواد د يو ځاى کولو لپاره د نړيوالې ټولنې يو شرط بلل کېږي.
خو د ښځو د چارو یو شمېر فعالان وايي، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په خبرو کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړول او د بشري حقونو تعقیب ته دوام ورکړي.
په هېواد کې دننه ښځو په پرله پسې ډول په جوړښتونو کې د ونډې او د محدودو پالیسیو د لیرې کولو لپاره لاریونونه کړي، خو د طالبانو له خوا د دوی لاریونونه له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. یو شمېر ښځې وايي تمه لري چې له طالبانو سره په خبرو کې به د دوی حقونه د نړیوالې اجنډا برخه وي.
د کابل یوې اوسېدونکې آمو ته وویل، «هغوى چې دا ستونزې يې پر مونږ راوړي دي، غواړو چې اوس زموږ تر څنګ ودرېږي، خپل غږ پورته کړي او موږ له دې ذلت خوارۍ وباسي.»
لکه څنګه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ درې کلونو کېږي، دوی په رسميت نه دي پېژندل شوي او دې ته نه دي چمتو چې د نړۍ سره د بشري حقونو په څیر مهمو مسلو باندې خبرې وکړي.