افغانستان

پنجشېر کې د طالبانو او د ملي مقاومت جبهې ترمنځ د جګړو دوام

Panjshir proivnce, Afghanistan. July 2022.

د افغانستان په پنجشېر ولایت کې سیمه ییزو سرچینو امو ټلویزیون ته ویلي چې د حصه اول خینج ولسوالۍ کې د ملي مقاومت جبهې پر مرکزونو د طالبانو بریدونو کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه سرچینې زیاتوي چې د طالبانو الوتکې په سیمه کې د دوی د جنګیالیو ملاتړ کوي او د ملي مقاومت جبهې مرکزونه بمباري کوي.

په ورته وخت کې د پنجشېر اوسېدونکي له طالب جنګیالیو په نیوکې سره وايي چې د هغوی د باغونو مېوې خوري او که دوی شکایت وکړي، د زور خبره کوي.

د پنجشېر یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امو ټلویزیون ته وویل، سږکال نه دي توانېدلي خپل کرنیز محصولات راټول او خرڅ کړي.

هغه زیاته کړه: “طالبان له اجازې پرته د خلکو باغونو ته ننوي او د باغ مېوې خوري او له ځانه سره وړي. که ووایو چې له باغ څخه ووځئ، نو د زور خبره کوي.”

پنجشېر کې د طالبانو تصفیوي عملیات د چنګاښ په ۲۲ مه د چهارشنبې په شپه له ځمکې او هوا څخه پیل شول او د دغه ولایت په غرنیزو سیمو کې یې دوام وموند. په تېرو څو ورځو کې د شتل ولسوالۍ په دره آرزو کې ملي مقاومت جبهې په کمین کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

طالبانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم پنجشېر کې تصفیوي عملیات کړي وو او تر څلورو  ورځو شدیدو جګړو وروسته یې خپل جنګیالي له پنجشېر څخه وایستل او د سرپل بلخاب ته یې واستول.