د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ وايي، د ځوانانو ارکستر او زهره ارکستر به نن (چهارشنبه د زمري ۱۷مه) په امریکا کې کنسرت ورکړي.
د امريکا د ملي راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د ملي موسيقۍ د انستيتوت رييس احمد سرمست ويلي، چې د دغه ارکسترونو کنسرتونه به په نيويارک او واشنګټن ډي سي کې ترسره شي.
احمد سرمست وايي، انسټيټيوټ د افغاني موسيقۍ د ساتنې، د موسيقۍ د حقونو، د خلکو د کلتوري حقونو او د بيان د ازادۍ په ټولو بڼو کې د موسيقۍ د ساتنې او په هېواد کې د «جنسيتي تبعيض» د ختمولو لپاره په فعاله توګه مسوليت لري.
ټرمپيټ غږونکې زهرا احمدي او ګیتار غږونکي الهام آصفي د امريكا ملي راډیو ته وویل: «موږ واقعیا خوښ یو. دا یوه لویه صحنه ده. هغه صحنه چې موږ یې په کارنیګي هال کې ترسره کوو. هر موسیقار غواړي هلته اجراء ترسره کړي.»
دغو دوو ځوانو موسیقارانو ویلي چې د افغانستان غږ په ټوله نړۍ کې وي، «یو غږ چې د چوپ کېدو اجازه نه لري.»
په همدې حال کې د امريكا ملي راډیو لیکلي چې دغه انسټیټیوټ د افغانستان هيجانوونکي ښکارندوى دی.
د افغانستان د موسقۍ د ملي انسټيټيوت رٸيس وويل: «هغه څه چې موږ يې یو بل سره تړلي يو زموږ ملیت، ژبه یا مذهب نه دی؛ بلکې د موسیقۍ غږول دي. په ګډه موسیقي غږول د یوې ټولنې په توګه زموږ د هویت په ساتلو کې مهم رول لوبوي.»
سرمست په یوه مرکه کې وویل، «له دې مخکې چې طالبانو بیا واک ترلاسه کړي، موږ ټول پوهېدو چې موږ لا هم په جدي خطر کې یو. زموږ انستیتوت د طالبانو په ضربو لیست کې وو. دوی په ٢٠١٤کال کې زموږ یو نندارتون په نښه کړ چې پپه ترڅ کې يې دوه کسان ووژل شول او زه یې ټپي کړم .»
احمد سرمست همداراز وویل، کله چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان واک بېرته ترلاسه کړ، مونږ له تیښتې پرته بله چاره نه درلوده.
د يادولو وړ ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته کله چې طالبان واک ته ورسېدل، نږدې ۳۰۰ ځوان افغان موسیقاران، د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ استادان او کارکوونکي اړ شول چې هېواد پرېږدي او پرتګال کې پناه واخلي.