افغانستان

د طالبانو مشر د هېواد سرحدي سیمو د وضعیت څېړلو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړه

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې د ډیورنډ فرضي کرښې د هغې غاړې د اوسېدونکو په ګډون د هېواد د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د وضعیت د څېړلو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړه.

طالبانو په رسمي ډول د دې څرګندونو په اړه کوم دریځ نه دی اخیستی، خو ځینې په دې باور دي چې د داسې یوې قضیې د تایید یا رد لپاره باید انتظار وشي چې طالبان به د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته له خلکو سره څه ډول تعامل ولري.

افغانستان یو داسې هیواد چې په دې ورځو کې یې سیاسي او امنیتي پیچلتیاوې د غرنیو سیمو له پیچلتیاو کمې نه دي. هغت ښکلې جغرافیه چې د یو افغانستان په زړه کې یې ۳۴ ولایتونو ته ځای ورکړی او له شپږو هیوادونو سره ګاونډيتوب لري. د افغانستان د سرحدونو مساحت ۶۵۲،۸۶۰ کیلومتره دی او ۳۴ ولایتونه لري، چې له هغو څخه ۲۰ یي سرحدي ولایتونه دي او ۱۲ ولایتونه له ډیورنډ فرضي کرښې سره پوله لري.

شمال او لوېديځ رسمي پولې دي، خو ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره اوږد ګاونډیتوب او جنجالي فرضي ډيورنډ کرښه لري. دا کرښه چې د امیر عبدالرحمن خان دورې ته رسیږي، په افغانستان کې هیڅ حکومت یا واکمنې ډلې له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه په رسمیت نه ده پیژندلې. د ډیورنډ کرښه لږ تر لږ ۲۴۰۰ کیلومتره ده. دغه کرښه د بدخشان د واخان ولسوالۍ له نوشاخ څخه شروع کیږي او د نیمروز تر چهار برجک ولسوالۍ پورې دوام لري. د ډیورنډ کرښه د ۱۸۹۳ کال د اکتوبر په میاشته کې د عبدالرحمن خان او سر هنري مورټمور ډیورنډ ترمنځ لاسلیک شوې ده.

له څو کلونو راهیسې د افغانستان د سرحدي سیمو په ګډون د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اوسېدونکي روغتیا، ټرانسپورټ، ښوونیزو او د ژوند په نورو برخو کې اسانتياوو ته دومره لاسرسی نه لري، چې اوس د طالبانو مشر یو نوی حکم صادر کړی او د دوی د وضعیت د حل لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړې ده.

حمدالله فطرت، د طالبانو د ویاند مرستیال وایي: «د امیرالمؤمنین شیخ قرآن او حدیث مولوی هبت الله اخندزاده حفظ الله تعالی د فرمان له مخې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او نورو سرحدي سیمو د ستونزو د حل په موخه د ملا نورالله نوري په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوه. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر (د طالبانو په اداره کې) چې په جوړښت کې یې د سرحدي ولایتونو مرستیالان، ولسوالان او د اړوندو ولایتونو رئیسان او د ملي دفاع وزارت(طالبانو) استازي په سرحدي ولسواليو کې شامل دي.»

خو ځينې لوېديځې ډيپلوماتيکې سرچينې او ځينې نورې سرچينې آمو ته وايي چې د طالبانو د مشر دغه نوي فرمان د ډيورنډ فرضي کرښې په رسميت پېژندلو کې د لومړنيو ګامونو د اخيستلو لپاره پوښتنې پيدا کړې دي. د دغو سرچینو په وینا طالبان هڅه کوي چې په دې امتیازاتو له اسلام اباد سره خپلې اړیکې ښې کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی ښودلی خو یو شمېر شنونکي وايي، چې د دوی په اند دا ډول قضاوت «لا ډېر وختي» دی.

د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان په تاریخ کې خپلې پیچلتیاوې لري. دې کرښې دواړو غاړو ته ډېری پښتانه قومونه سره بېل کړي دي. له بلې خوا د ۱۳۹۶ کال په پای کې په افغانستان کې د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د مېشتو پښتنو د حقونو د دفاع په موخه د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم یو غورځنګ جوړ شو.

د افغانستان مخکني حکومت په تېرو وختونو کې د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان پر وړاندې د ترهګرو د ځالو پټنځایونه بللي، خو اوس پر پاکستان هم ورته تورونه لګېږي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې امنیتي ګواښونه دي.