د طالبان تر ادارې لاندې، د افغانستان د ترافیکو عمومي ریاست شمېرې، ښيي چې د روان کال په لومړیو پینځو میاشتو کې په ټول هېواد کې په ۱۳۳۴ ترافیکي پېښو کې ۲۹۱ تنه مړه او ۴۷۹ تنه ژوبل شوي دي.
دغه رياست همداراز وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې ترافيکي پېښې ډېرې شوي او يوازې د کوچني اختر په شپږو ورځو کې يې ٩٧ ترافيکي پېښې ثبت کړي، چې له امله يې ٦٥ تنه مړه او ١٦١ نور ټپيان شوي دي.
د هېواد په لویو ښارونو او لارو کې یو شمېر موټر چلوونکي په ځانګړې توګه د مسافر وړونکو بسونو چلوونکي ظاهراً ترافیکي قوانینو ته جدي پاملرنه نه کوي.
خو د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو د عمومي رياست د شمېرو يوه برخه ډېره د اندېښنې وړ ده چې پر بنسټ يې يوازې د کوچني اختر په شپږو ورځو کې په ٩٧ ترافيکي پېښو کې ٦٥ تنه مړه او ١٦١ نور ټپيان شوي دي.
خو د بغلان د خنجان او د بدخشان د فیض اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ پېښې دي.
د لویو لارو، معیاري سړکونو او واټونو نشتوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټر چلولو د جواز اخیستو په بهیر کې پخوانی اداري سیستم او د ترافیکي چارو مدیریت او د ترافیکي قوانینو نه پوهاوی په هېواد کې د ترافیکي پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي.
د کابل یو اوسېدونکی آمو ته وویل: «سړکونه باید په معیاري ډول ورغول شي، خلک له دې ستونزو خلاص شي، ګڼه ګوڼه ډېره وي، په ځانګړې توګه د اوړي په موسم کې د ترافیکو په برخه کې د خلکو ستونزې یو څه زیاتې وي.»
خو د طالبانو کابينې د روان کال د وري په ١٣مه په خپله شلمه غونډه کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره د پلان تر نامه لاندې يو طرحه تصويب کړه.
خو ظاهراً د دې طرحې له تصویب او پلي کېدو سره سره بیا هم په هېواد کې د ټرافیکي پېښو شمېرې د «زیاتوالي او اندېښنې وړ» دي.
له هغه وروسته طالبانو پر دغه طریقه کار پیل کړ چې د حوت میاشتې په پای کې د تېلو د ټانکر او موټرسایکل او یوه مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۸ کسان مړه او ۳۸ نور ټپیان شول.