په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او سرتېرو د خپلسري نیولو ۶۰ قضیې ثبت شوي دي.
دغه ادارې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې (د اوري مياشتې له ۱۳ مې د چنګاښ تر ۱۰مې) پورې یې د پخوانیو افغان پوځیانو او پخوانیو حکومتي چارواکو د خپلسري نيولو او زنداني کولو لږ تر لږه ۶۰ قضیې ثبت کړي دي.
د یوناما د بشري حقونو څانګې ویلي چې د هغو کسانو پر وړاندې د تاوتریخوالي راپورونه هم ثبت شوي، چې پهجبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، دا پیښې د هغو کسانو (پخواني پوځي پرسونل او دولتي کارکوونکو) لپاره چې بیرته هیواد ته راستنیږي د شکنجې، بد چلند او نورو نه جبرانېدونکو زیانونو دوامداره خطر منعکسوي.
دغه ادارې پخپل راپور کې ویلي، سربېره پر دې، په درېیو میاشتو کې د شکنجې او بد چلند، لفظي ګواښونو پنځه پېښې او لږ تر لږه پنځه، د پخوانیو حکومتي چارواکو او پخوانیو سرتېرو د وژلو لس پېښې (څلور د نامعلومو کسانو او یوه د طالبانو له خوا) ترسره شوې دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې همداراز ویلي، چې د بدخشان په ارګو، درایم او خاش ولسوالیو کې په څلورو لاریونونو کې چې درې يې د غويي په مياشت او یو یې په چنګاښ کې ترسره شو د طالبانو په ډزو کې ۴ لاريون کوونکو ژوند وبايله.
راپور وايي، د لاریون پر مهال د طالبانو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۳ نور لاريون کوونکي ټپیان شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، لاریونونه د کوکنارو د کروندو پر وړاندې د طالبانو د کمپاین په غبرګون کې ترسره شوي وو.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په دې راپور کې ویلي چې طالبانو د آپرېل له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۳۰مې (د اوري مياشتې له ۱۳ د چنګاښ تر ۱۰) پورې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې طالبانو په منظم ډول د جسمي مجازاتو کارولو ته دوام ورکړی او په یوه قضیه کې د غبرګولي په ۱۵مه په سرپل ولایت کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۶۳ تنه په عام محضر کې په درو وهل شوي ديګ