افغانستان

د امریکا د کانګرېس يوې غړې د طالبانو د رسميت پېژندنې د مخنیوي لايحه لاسلیک کړه

د متحده ايالاتو د استازو جرګې نانسي مېس « د ترهګريزو دولتونو په رسمیت پېژندلو د مخنیوي» لايحه لاسلیک کړه.

دا لایحه کولی شي د طالبانو د رسميت پېژندنې مخه ونیسي.

طالبانو په دې اړه په رسمي ډول غبرګون نه دی ښودلی.

دغه لایحې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي، چې طالبان دې د یوه بهرني ترهګر سازمان او هغه رژیم په توګه وپېژندل شي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

نانسي مېس پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: «موږ د طالبانو د ترهګر رژیم پر ضد خپله نوې لايحه لاسلیک کړه.»

امریکا له لوري د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، فدرالي ادارې لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندلو یا د داسې یوې پالیسۍ لپاره د پیسو له کارولو منع کول، او د یوه بهرني ترهګريز سازمان په توګه د طالبانو او د هغوی د ملاتړو معرفي کول د دې لايحې تر ټولو مهمې برخې دي.

د ٢٠٢٤کال د ترهګرو دولتونو د رسميت پیژندلو د مخنیوي لايحې نورې مهمې برخې په لاندې ډول دي:

متحده ایالات طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه پیژني.

د فدرال د اقداماتو مخنیوی: فدرالي ادارې د طالبانو د واکمنۍ  په رسمیت پیژندلو یا د دې ډول پالیسیو د ملاتړ لپاره د پیسو کارولو څخه منع دي؛

دترهګرو د ملاتړو په توګه د طالبانو پېژندل: د بهرنيو چارو وزير بايد طالبانو د ترهګرو ډلو د ملاتړو په توګه وپېژني.

طالبان د ترهګريز سازمان په توګه: د بهرنیو چارو وزیر باید طالبان د یوه بهرني ترهګريز سازمان په توګه معرفي کړي.

یو شمېر افغان وګړي د دې لایحې هرکلی کوي او په دې باور دي چې طالبان د افغانستان له پرمختګ څخه په شا کېدو کې مهم رول لوبولی دی.

یو شمېر دغه هېوادوال وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د محدودیتونو، ظلمونو او شکنجو شاهدان دي.

د مدني ټولنې یو شمېر فعالان په دې باور دي چې طالبان د خپلو درې کلنو کړنو، په تېره بیا د ښځو پر وړاندې د رسميت پېژندنې وړ نه دي او دا ډول طرحې به د رسميت پېژندلو ټولې لارې وتړي.

 مدني فعاله حليمه پژواک وايي: « موږ د دې پلان هرکلی کوو او په وياړ يې ملاتړ کوو. مونږ د امريكا له ګانګرېس څخه غواړو چې خپلې مالي مرستې چ په اونۍ کې يې ترسره پرې کړي، کوي، او د طالبانو د له منځه وړلو او لرې کولو لپاره پرېکنده پلان چمتو کړي.»

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

یو شمېر افغانان په دې باور دي چې د طالبانو د ناسمو تګلارو له امله د دغې سترې سیاسي تېروتنې بیه ولس پرې کوي.