د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یاد جمهوري غوښتونکی نوماند وايي، د دغه اډې د ساتلو او په کې د یو شمېر امریکايي سرتېرو د ځای پر ځای کولو پرېکړه يې درلوده. ډانلډ ټرمپ په یوه ټاکنیزه غونډه کې ټینګار کړی، چې امریکا پر دې اډې میلیاردونه ډالر لګولي، خو ادعا کوي چې اوس د چین په لاس کې ده.
ښاغلي ټرمپ همدارنکه زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکا وتلو ولسمشر پوتین ته په اوکراین د برید فرصت ورکړ.
ډانلډ ټرمپ په یوه ټاکنیزه غونډه کې را ښکاره کیږي. د امریکا د ولسمشرۍ نوماند یو ځل بیا په افغانستان کې له بګرام پوځي اډې د امریکایي ځواکونو پر وتلو او دې ته د چین پر نږدېوالي نیوکه کوي، په تېره بیا د هغه په ادعا چې د چین د اټومي وسلو د جوړولو مرکز له بګرام یو ساعت واټن لري.
ډانلډ ټرمپ، د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنونوماند وايي: «خو ما بګرام ساتلو. بګرام له هغه ځایه چې چین خپلې اتومي وسلې جوړوي، یو ساعت واټن لري. په ډېر احمقانه ډول موږ هغه (بګرام) ورکړو. دا د نړۍ یو له سترو هوايي ډګرونو دی. کلونه مخکې مو په میلیاردونه ډالرو جوړ کړی وو. باید مو ساتلی وی، په پام کې وه هلته خپل کسان ولرو او هغه وساتو، تاسو پوهیږئ چې اوس د چا په لاس کې ده، د چین په لاس کې ده، موږ څومره احمق یو؟»
ټرمپ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل هم تر ټولو شرموونکی ناورین بولي او وايي، دې کار ولسمشر پوتین ته دا موقع ورکړه چې پر اوکراین برید وکړي.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنونوماند ويل: «د ایستلو بهیر باید په بګرام کې شوی وی، نه د دوی په کوچني سیمه ییز هوايي ډګر کې چې هلته هر ځای ګډوډي وه او بیا هلته چاودنه وشوه او زموږ ۱۳ عالي خلک ووژل شول، نن سهار مې دا شمېره ۴۷ واورېده. ښایي دا سمه شمیره وي، ځکه موږ ۴۷ ته ګورو.»
خو ولې ډانلډ ټرمپ په پرله پسې ډول د بګرام اډې پر ارزښت غږیږي او له هغه ځایه د امریکا پر وتلو نیوکې کوي؟
د بګرام هوايي اډه د نړۍ د دوو زبرځواکونو، د شوروي اتحاد او د امریکا او ناټو د ځواکونو کوربه وه. هغه اډه چې ډېره پیاوړې جوړه شوې او د لویو ترانسپورتي الوتکو ځای په ځای کولو وړتیا لري. د دغې اډې د پراختیا لګښت څه باندې ۲۲۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
په افغانستان کې د جګړې په اوج کې، بګرام د ګوانتانامو په نوم مشهور زندان درلود، د هغو بندیانو لپاره چې د امریکايي پوځیانو له خوا نیول کېدل. په شلو کلونو کې د امريکا درېيو ولسمشرانو، جورج ډبليو بوش، بارک اوباما او ډانلډ ټرمپ له دغې اډې ليدنه کړې ده. ډانلډ ټرمپ وايي، چین ته د دې اډې د نږدېوالي له امله ځانګړی ارزښت لري.
فاروق علیم، د پوهنتون استاد وايي: «د بګرام د اډې د پرېښودو او په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پاتې کولو په اړه د ښاغلي ټرمپ څرګندونې تر ډېره تبلیغاتي او کمپایني اړخ لري، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو بې قید او شرط وتل د ټرمپ لپاره ښه بهانه ده چې پر خپل سیال نیوکې وکړي او د امریکا د خلکو په منځ کې د خپل سیال دریځ کمزوری کړي.»
ډانلډ ټرمپ په وار وار ویلي، د بګرام اډه چې امریکا پرې میلیاردونه ډالر لګولي اوس د چین په لاس کې ده. خو طالبانو په پرله پسې ډول دغه ادعا رد کړې ده.
سربیره پر دې ښاغلي ټرمپ او په کانګرس کې ځینو جمهوري غوښتونکو ویلي چې د اتیا میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې په افغانستان کې پاتې دي او طالبان یې پلوري. خو طالبان دا خبره نه مني.