افغانستان

یو شمېر بنسټونه د رسنیو د طالبانو د سختو بندیزونو او چلند په اړه اندېښنه څرګندوي

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د سختو بندیزونو او چلند په اړه اندېښنه څرګندوي.

د دوى په وينا، طالبان د بيان او رسنيو پر ازادۍ باور نه لري او د ډله ييزو رسنيو د قانون په نه شتون کې د رسنيو فعاليتونه محدودوي او د خبريالانو نيول او شکنجه کوي.

د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه آمو ته وایي چې طالبانو په خپل سخت چلند سره په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر کار ډېر محدودیتونه لګولي دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د خپرو شویو راپورونو او د آمو لخوا راټولو شویو شمېرو پر بنسټ طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې په کندز، غزني، هرات، کندهار، خوست، پروان او کابل کې ۲۸ خبریالان نیولي دي.

په تازه پېښه کې د چنګاښ په ٢٢مه په کندهار ولايت کې سيمه ييز خبريال يارمحمد مجروح د طالبانو له خوا نيول شوی او د دغه ولايت عمومي زندان ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه د دغه خبریال د نیول کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

په ورته وخت یو شمېر خبریالان په هېواد کې د رسنیو اوسنی وضعیت او د طالبانو له لوري پر خبریالانو لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.

يو شمیر خبريال په هرات وايي: «په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ دی او د رسنیو پر کار او فعالیتونو بندیزونه ورځ په ورځ زیاتېږي. د دې وضعیت دوام په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د کار د پای په معنا دی.»

د روان کال د وري په ۲۸مه طالبانو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار اړوند بریا تلویزیون وتړلو.

طالبانو همداراز په لغمان کې د دولتي ملکیت په نوم د کاون غږ راډیو هم وتړله.

دغې راډیو له څه باندې دوو لسیزو راهیسې په لغمان کې فعالیت کاوه.

د طالبانو لخوا د رسنیو تړل ټينګار شوې: «د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نیټه په لغمان ولایت کې د کاون غږ راډیو تړل کېدل.»

لامل: «د هغې ملکیت د دولت پورې اړه لري»
دې راډیو له شاوخوا دوه لسیزو راهیسې په لغمان کې فعالیت کاوه.

تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان په ۲۰۲۳ کال کې د رسنیو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي وو، چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته د دې کال تر پایه پر اقتصادي ستونزو سربېره پر رسنیو فشارونه هم زیات شوي دي. او له همدې امله په دوو کلونو کې له ۵۴۷ رسنیو ۸۰ تلویزیونونه، ۱۳۷ راډیو ګانې او ۱۳ خبري آژانشونه له فعالیت پاتې شوي دي.