افغانستان

افغانستان سره د امریکا له مرستو د طالبانو ناوړه ګټه اخیستنه

An aid distribution ceremony. Photo by OCHA. File photo.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي راپور ورکړی چې کېدی شي په افغانستان کې افراطي ډلې د واشنګټن له بشري مرستو څخه کار واخلي.

د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ، ښایي چې طالبانو له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو د ۲۹۳ میلیونه ډالرو بشري مرستو څخه ګټه پورته کړې وي.

په دغه راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري مرستو د وېش او لګولو د څرنګوالي په ناسمې څارنې نیوکه شوې ده.

د امریکا د ځانګړي څارونکي لخوا په یوه نوي راپور کې د طالبانو لاس ته د امریکا د بشري مرستو د رسېدو په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.

راپور زیاته کړې چې ښايي طالبانو له افغانستان سره د دغه هېواد د ۲۹۳ میلیونه ډالرو مرستو له لګښت او وېش څخه ګټه پورته کړې وي.

سيګار ویلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نه دی توانېدلی چې افغانستان ته ورکړل شوې بودیجه سمه و ارزوي.

د امریکا ځانګړی څارونکی وايي، د امریکا حکومت باید په دې پوه شي چې کوم کس یا ډله له دې مرستو ګټه پورته کوي.

له بلې خوا، د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام به “خطرناکې پایلې” ولري.

هغه ویلي دي چې طالبان د امریکا د مرستو سربېره په کال کې شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالره ګټه لري او دا پیسې د جهادي مدرسو په جوړولو لګوي.

احمد مسعود، د ملي مقاومت جبهې مشر وایی: «طالبانو د امریکا له خوا د افغانستان له خلکو سره په مرسته شویو پیسو ۹۰۰ غیر دولتي بنسټونه جوړ کړي دي.»

د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، درې دفترونه، د ډیموکراسۍ دفتر، د بشري حقونو او کارګرانو دفتر او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړیوال دفتر توانېدلي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې و ارزوي، خو سیګار وویل، چې دغو درېیو دفترونو تر اوسه د قناعت وړ اسناد نه دې ورسپارلي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په ځانګړې توګه ښځې د بشري مرستو په وېش کې د روڼتیا پر نشتوالي نیوکه کوي او وايي، چې تر ټولو ډېره ګټه طالبان لاسته راوړي.

نرګس- بادغیس وایی: «پخوا به مرسته ورکول کېده، اوس له بادارانو، زورواکو او طالبانو څخه مرسته اخیستل کېږي، موږ پاتې کېږو.»

شیوا- بادغیس وایی: «اړو کسانو ته مرستې نه رسېږي، کله کله وکیلان زړه نازړه وي او ځینې وخت دولتي خلک څار نه لري او هېڅوک هم نه شته چې حساب ورسره وکړي.»

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس د سیګار د نوي راپور له قوله لیکلي چې طالبانو د بشري مرستو د موسسو د جوړولو په ګډون د امریکا د مرستو د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخیستی دی.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي، چې تر اوسه یې له مرستو ګټه نه ده اخیستې او مرستې اړمنو خلکو ته نه رسېږي.

بي بي ګل د هرات اوسیدونکی وایی: «ما دوه یا درې ځله سروې وکړه، دوی راسره مرسته نه ده کړې، دوی ماته وړیا مرسته نه ده راکړې، نه څه. هرڅوک پوهیږي چې زه اړتیا لرم.»

د هرات اوسېدونکی وایی: «د یوې ستنې مرسته نه ده شوې، نه دولت او نه د خلکو له خوا، زه له دولت څخه غوښتنه کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر امریکايي چارواکو د طالبانو له خوا د امریکا د بشري مرستو د ضایع کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د ځانګړي څارونکي معلومات ښيي چې تر اوسه واشنګټن له افغانستان سره ۲.۸ میلیارده ډالره بشري مرستې کړې دي.