افغانستان

د دوحې د غونډې کوربنه سبا قطر ته ځي

د سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزميري ډی کارلو به د یکشنبې په ورځ د دوحې په دریمه غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک یوې خبري غونډې ته ويلي، د طالبانو پلاوی به د روانې اونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د هېوادونو او بنسټونو له ځانګړو استازو سره خبرې وکړي.

ښاغلي دوجاریک زیاته کړې چې د یادو هېوادونو ځانګړي استازي به د سه شنبې په ورځ د افغان ښځو او مدني ټولنو له استازو سره هم وویني.

دا په داسې حال کې ده، چې آغلې ډی کارلو وړاندې ټينګار کړى و، چې د دوحې خبرې اترې د د نړیوالو ژمنو په پام کې نیولو سره د نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د ادغام پروسه ده.

د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب په داسې حال کې کېږي چې دا غونډه د نورو خواوو له ګډون پرته  او د طالبانو د ګډون له امله د ښځو د حقونو د فعالانو او افغانستان د مدني ټولنې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.