نړۍ

ابراهیم رئیسی څوک وو؟

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي مړينه او د هغه د لوړ پوړي پلاوي د سپرلۍ د چورلکې له ورکېدو ۱۷ ساعته وروسته تایید شوه.

اوس د ایران حکومت په رسمي ډول د دغې چورلکې د ټولو سپرلیو مړینه تایید کړې ده.

ابراهیم رئیسي د ایران د اسلامي جمهوریت مشر ایت الله علي خامنه اي ته یو له نږدې شخصیتونو څخه شمیرل کیده. دا اړیکې دومره نږدې وې چې ځینې شنونکي په دې باور دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د مړینې په صورت کې به ښاغلی رئیسي د هغه ځای ناستی شي.

خو ابراهیم رئیسي څوک وو او څنګه د ایران ولسمشر شو؟

سید ابراهیم رئیسي په ۱۹۶۴ زېږديز کال کې په مشهد کې زیږیدلی دی.

د ښاغلي رئیسي د رسمي وېبپاڼې له مخې، پلار یې حجت الاسلام حاجي رئیس الساداتي هم د مشهد یو دیني عالم و. ابراهیم رئیسي د مشهد په دیني مدرسو کې زده کړې وکړې او بیا د ایران د دیني مدرسو مرکز قم ښار ته ولاړ او هلته یې د دیني علومو په برخه کې زده کړې وکړې.

هغه د قم په دیني مدرسو کې د زده کړې پرمهال د محمد رضا شاه له مخالفو دیني عالمانو سره اړیکې ټینګې کړې او د آیت الله روح الله خمیني د ځوانو پلویانو له ډلې سره یو ځای شو.

ابراهیم رئیسي د انقلاب له بریالیتوب وروسته په ډیر سرعت سره د قدرت زینې ته پورته شو.

هغه یوازې شل کلن و چې د کرج او همدان ښارونو څارنوال شو او له ١٣٦١ تر ١٣٦٣ کال پورې د ایران د همدان ولایت دڅارنوالۍ څارنوال و. یو مهم چارواکی چې د ایران په «انقلابي” نظام کې له  ډېر واکه برخمن و.

په همدې موده کې او په ۲۳ کلنۍ کې یې د ایران د یو با نفوذه عالم له لور سره واده وکړ. د مشهد د جمعه امام آیت الله سید احمد عالم الهادي له لور سره د رئیسي واده د رئیسي موقف نور هم پیاوړی کړ.

ابراهیم رئیسي په ١٣٦٤ کال کې د تهران د انقلاب د لوی څارنوال مرستیال وټاکل شو او له ١٣٦٨ تر ١٣٧٣ پورې یې د تهران د څارنوالۍ دنده ترسره کړه.

ښاغلی رئیسي په دې موده کې د «خفيه محکمې» له هغو څلورو قاضیانو څخه و چې د ایران د اسلامي جمهوریت ضد شخصیتونه يې محاکمه کول. د بشري حقونو د سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، دغې محکمې تر پنځو زرو ډېر کسان محاکمه او اعدام کړي دي.

 دغه اعدام شوي ډيرى د خمیني په مشرۍ د اسلامي جمهوریت مخالف کیڼ اړخي وو. د خلقي مجاهدينو غړي د دغې محکمې تر ټولو زيات قربانيان دي.

ابراهیم رئیسي د تهران د څارنوالۍ د مشر په توګه له پنځو کلونو وروسته په ۱۳۷۳ کال کې د «عمومي تفتیش» ادارې مشر شو او تر ۱۳۸۳ کال پورې په دې دنده پاتې شو. له هغه وروسته د لسو کلونو لپاره د قضائیه قوې لومړی مرستیال و، په ١٣٩٣ کال کې د ایران لوی څارنوال شو او بیا د ایران ولسمشر ته له نږدې بنسټونو څخه د «آستان قدس رضوي» مسوول شو.

په ټاکنو کې ناکامي او په قضا کې بریا

ښاغلی رئیسي په ۲۰۱۷ کال کې د حسن روحاني پر وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخیسته. په دې ټاکنو کې ښاغلي روحاني د ۵۷ سلنه رایو په ګټلو سره رئیسي ته ماتې ورکړه. که څه هم ابراهیم رئیسي د خامنه اي په ملاتړ میدان ته راوتلی و، خو یوازې ۳۸ سلنه رایو په ګټلو په دویم مقام کې راغلی و.

د اسلامي جمهوریت د رهبر په ملاتړ د نوماند ماتې د اصلاح غوښتونکو په وړاندې د قدرت په توازن کې د بنسټپالو دریځ ته زیان رسولى و؛ خو ایت الله خامنه ای د قضائیه قوې د مشر په توګه د هغه په  ګمارنې دغه ناکامي جبران کړه. په ورته وخت کې ښاغلي رئیسي د رهبرۍ د کارپوهانو د شورا د مرستیالۍ څوکۍ هم وګټله. دغه شورا د ایران د مذهبي مشر د مړینې په صورت کې د نوي مشر د ټاکلو دنده په غاړه لري.

دې پرمختګ رئیسي د ایران ولسمشرۍ ته یو ګام نور هم نږدې کړ او د بنسټپالو په منځ کې یې دده موقيف نور هم لوړ کړ.

د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې داسې ښکارېده چې د ایران د تاج او تخت د ګټلو په لوبه کې د ابراهیم رئیسي د بریا لپاره ټولې مرۍ غوړول شوې دي. په دې ټاکنو کې د سيالۍ ډګر ته د اصلاح غوښتونکو دمخکښ شخصیت د ونډې اخېستو مخه ونیول شوه. بالاخره ښاغلي رئیسي له کوم جدي مخالف پرته  ټاکنې د ۶۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو ټاکنې وګټلې. چې دا دايران اسلامي جمهوريت د ټاکنو په تاريخ کې د ګډون تر ټولو ټیټه کچه وه.

جمهوري رياست

ښاغلي رئیسي خپل حکومت د «اقتصاد د ښه کولو او د هیواد د ستونزو د حل» او پر ايران نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو لپاره د ډیپلوماټيکو پروګرامونو ملاتړ په شعار پيل کړ.

په کوردننه د رئیسي درې کلنه واکمني له پراخو لاريونونو سره مخ شوه. دغه لاريونونه وروسته له هغه پيل شول چې مهساء اميني د ايران د مذهبي پوليسو (ګشت ارشاد) له خوا ووژل شوه. د جبري حجاب پر ضد د «زن، زندګى ، ازادي» په شعارونو لاریونونه پیل شول چې د ایران لوی ښارونه یې ولړزول. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د دغو لاريونونو په ترڅ کې د ایران امنیتي ځواکونو تر ۵۵۰ زیات لاريون کوونکي ووژل.

او له بلې خوا د ولسمشر حکومت د اقتصادي ستونزو او د بهرنیو بندیزونو د زیاتوالي له امله له جدي ننګونو سره مخامخ و.

خو د بهرني سیاست په برخه کې د ولسمشر حکومت په دې وتوانید چې په اسلامي نړۍ کې د ایران اصلي سیال سعودي عربستان سره ښې اړیکې جوړې کړي.

په تهران او ریاض کې له اوو کلونو وروسته د دواړو هېوادونو سفارتونه بېرته پرانیستل شول.

په همدې حال کې يې د غزې جګړې او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید د ایران او اسرائیلو تر منځ نیابتي جګړه  بې ساري  او نازک پړاو ته ورسوله.د لومړي ځل لپاره یې ایران له اسرائیلو سره د مخامخ جګړې څنډې ته کړ او پر ايران کونسلګرۍ يې د اسرائیلو  د برید په ځواب کې پر اسرائیلو ډرون او  ۳۰۰ توغندي وویشتل.

رییسي او طالبان

ابراهیم رئیسي د افغانستان د حکومت له نسکوریدو او واک ته د طالبانو له راتګ یوازې دوه میاشتې وړاندې د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د هغه درې کلنه دوره واک ته د طالبانو له راتګ سره سمون خوري.

په دې موده کې د ایران حکومت له طالبانو سره د پخوا په پرتله نږدې اړیکې ټینګې کړې. که څه هم د هرات د سيند د اوبو د حق پر سر د ولسمشر د حکومت او طالب چارواکو ترمنځ لفظي شخړه پيل شوې؛ خو د دواړو غاړو ترمنځ د جدي شخړې لامل نه شوه.

د رئیسي حکومت بالاخره په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره او په نړیوالو غونډو کې یې د طالبانو ترڅنګ ودرېد.

خو ایران په دې برخه کې تجربه لرونکی لوبغاړی دی. د طالبانو د ملاتړ ترڅنګ یې د طالبانو ضد ځواکونو سره هم خپلې اړیکې وساتلې. له همدې امله د خواخوږۍ او غمشريکۍ پیغامونو تر منځ چې د طالبانو او ددوى ضد سیاسي شخصیتونو لخوا شریک شوي، ډیر توپیر سره نلري.