په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی اندریکا راتواته وايي، د افغانستان خلک په موسمي بدلون کې دصفرسلنه ونډې سربیره د اقلیم د بدلون له ویجاړونکو اغیزو سره مخامخ دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په څو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه شوي دي.
دغو سېلابونو هېوادوالو ته ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې پر اېکس ویلي: «د افغانستان خلک چې د شنو خونو د غازونو په توليد کې صفر سلنه ونډه لري؛ خو بيا هم دموسم د کړکېچ وېجاړونکو اغیزو سره مخ دي.»