په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو برید «حيرانه»کړي دي.
یوناما پر اېکس یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ د افغانستان په بامیان په ولایت مرکز کې پر ملکي وګړو او ګرځندويانو باندې د مرګوني ترهګریز برید له امله سخت خواشیني او غمجن یو.»
د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي دفتر د دغه برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغې پېښې په څېړلو کې به مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په بامیانو کې پر بهرنیو ګرځندويانو د وسله وال برید په غبرګون کې ویلي چې دی دا برید «ترهګریز» ګڼي او غندي يې.
له بل پلوه په تېر حکومت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم د دغه برید په تړاو پر طالبانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښه «له تمې خلاف» نه وه.
هغه پر اېکس لیکلي: «کله چې یوه ترهګره ډله د نړیوالو ګرځندويانو د امنیت ساتنې لپاره ګمارل کیږي، د همداسې ویرونکې پیښې تمه ترې کیږي.»
د بامیانو په مرکز کې پر بهرنیو سیلانیانو د وسله والو په برید کې د څلورو بهرنیو ګرځندويانو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.