د هېواد په ختيځ کې د پکتيا ولايت سرچينې وايي، چې د پنجشنبې په سهار يو ځل بيا د پاکستاني سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې او لا هم په پرله پسې ډول دوام لري.
دغه نښته د پکتيا ولايت د ډنډ پټان په سرحدي سيمه کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (چهارشنبه)هم د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب سيمه کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو تر منځ څو ساعته نښته شوې وه.
سرچینې وايي، چې د چهارشنبې ورځې په نښته کې لږ تر لږه د طالبانو شپږ غړي ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.