د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی ویلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل «اړتیا یا د حل لاره » نه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل له خوا د پر اېکس خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، نوموړي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره په لیدنه کې ویلي، چې په دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه مثبت نظر لري؛ خو د ځانګړي استازي د ټاکل اړين نه بولي.
د دې خبرپاڼې له مخې، متقي په دې کتنه کې ويلي: « د نويو جوړښتونو پر ځاى، اړينه ده چې د شته دوه اړخيزو جوړښتونو له لارې د افغان حکومت پورې اړوندو مسايلوباندې خبرې وشي.»
په دې خبرپاڼه کې د جاپان د سفیر له قوله ویل شوي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې یې د طالبانو ګډون مهم ګڼلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تاکایوشي ګورومیا ویلي چې «د طالبانو له رضایت پرته د ځانګړي استازي ټاکل واقعبينانه نه دي».
په کابل کې د جاپان سفارت د دې ناستې او د ښاغلي ګورومیا د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب دریمه غونډه راتلونکې میاشت په دوحه کې جوړه شي.
که څه هم د ملګرو ملتونو له خوا د ځانګړي استازي ټاکل هم د دوحې د دویمې ناستې یو مهمه موضوع ګڼل شوې وم، خو دا غونډه د داسې استازي له ټاکلو پرته پای ته ورسېده.
طالبانو تر اوسه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو هوکړه نه ده کړې.