په بغلان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د اوښتې مړينې شمېر ۱۵۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د شورا منشي او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو رياست مرستيال غلام رسول قانع وايي، چې د دغه ولايت په فلول سيمه کې خلکو له سېلابونو ١٥٠ جسدونه را ايستلي دي.
هغه وايي چې لا هم د دې احتمال شته چې دغه شمېره لوړه شي.
غلام رسول قانع زياته کړه، چې په دغه ولايت کې له دغې ويجاړونکې پېښې څخه د يوې شپې او ورځې په تېرېدو سره د مرستندويه ادارو له لوري هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د هغه په وينا، دغو سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه اړولي او خلک دا مهال بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.