اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۰) د رفح په ختیځ کې پر يوشمېر سیمو هوايي بریدونه وکړل.
په همدې حال کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د غزې پر سويلي سيمو د بريد په صورت کې اسرائيلو ته د پوځي وسلو د ورکولو د مخنيوي لپاره د امريکا د ولسمشر جوبایډن ګواښ له پامه غورځولی دی.
بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې اسراییل به د اړتیا په صورت کې “یوازې” ودریږي او د خپلو “ګوتو په نوکانو” به جګړه وکړي.
په همدې حال کې یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د غزې د شخړې د پای ته رسولو لپاره په قاهره کې د غیر مستقیمو خبرو وروستی پړاو پای ته رسېدلی او اسراییل به د خپل پلان سره سم پر رفح او د غزې په نورو برخو کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
د هغه په وينا، اسراييلو د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو په تړاو د حماس د هوکړې وړاندېز په اړه خپل ملاحظات د حماس او اسراييلو ترمنځ د خبرو منځګړو ته وړاندې کړي دي.