افغانستان

ایران له افغانستان سره د خپلې پولې د تړلو پلان عملي کوي

ایران هڅه کوي چې له افغانستان سره خپله ختیځه پوله د ښه امنیت د تامین، له افغانستان څخه د غیر قانوني کډوالۍ او د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په خاطر پياوړې کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان برید جنرال حسن مکفي وویل« د هیواد د پوځ د سرحدي انجینرانو څلور ټیمونه د ایران شمال ختیځ سیمې ته رسیدلي دي; څو د دې هیواد د پولو د بندولو پلان عملي کړي.”

د ایران دولتي رسنیو لیکلي، چې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان د دغه هېواد د ملکيتونو اوتاسیساتو د نومولو په مراسمو کې ويلي، چې د دې پروژې د عملي کولو لپاره درې میلیارده بودیجه ځانګړې شوې چې په کې د دیوالونو جوړول، د اغزن تار لګول او د کټارو لګول شامل دي. او د پولې په اوږدو کې د سړک د جوړولو کار به په دریو کلونو کې بشپړ شي.”

د دغه ایرانی چارواکی په وینا، دغه پلان به د مازندران، ګلستان، خراسان رضوی، شمالی خراسان، جنوبی خراسان او سیمنان ښارونو په ګډون د ایران په شمال ختیځه سیمه کې پلی شی.

په همدې حال کې په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د اپریل په ۲۶مه جوړه شوې وه، د ایران د دفاع وزیر محمد رضا اشتياني وويل:« ايران په افغانستان کې د ماتې خوړونکي قدرتونو نوې او پرله پسې هڅې د ترهګرو د بیا احيا او ژوندي کولو لکه د داعش په څېر ډلې د شانګهای د همکارۍ سازمان امنیتي جغرافیه ته بنسټیز ګواښ ګڼي.»

له ٢٠٢١ کال د اګست مياشت راهيسې چې افغانستان کې طالبان بیا واک رسېدلي، د دوی او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې شوي.

په داسې حال کې، چې په تېرو دريو کلونو کې په دغو جګړو کې ددواړو غاړو پوځي او ملکي وګړو ته مرګ-ژوبله اوښتې; خو دواړه لوري په دې برخه کې د ملامتيا پړه په یو بل اچوي.

په همدې حال کې د پاکستان او ایران د ولسمشرانو په ګډه اعلامیه کې، چې اسلام اباد ته د ابراهیم رئیسي له سفر وروسته خپره شوه، ویل شوي، چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د هېواد،سيمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.