یوه خبریاله له څو نورو افغانانو سره د اروپا په نیت په «ناقانوني» توګه د روسیې له پولې د تېرېدو له امله په دوه کاله زندان محکومه شوه.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد محکمې خبریاله کبرا حسني او څو نور افغانان په دوه کاله بند محکوم کړل.
د فونتانکا ورځپاڼې د راپور له مخې، دغو افغانانو له دې مخکې دوه کاله د روسیې په زندانونو کې تېر کړي، د محکومیت دوره یې بشپړه شوې او بیا به زندان ته ونه لېږل شي.
کبرا حسني له دې مخکې د کيیف په یوه پوهنتون کې محصله وه. پر اوکراین د روسیې له برید وروسته هغه له دغه هېواده اروپا ته د تلو په نیت په «ناقانونه» توګه وتلې؛ خو قاچاق کوونکو نوموړې مسکو ته بیولې او وروسته د روسي پولیسو لهخوا ونیول شوه.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې هغې د یوه قاچاق کوونکي په همکارۍ غوښتل له سنپترزبورګ له لارې اروپا ته ولاړه شي؛ خو هغه او ورسره څو تنه نور افغانان د روسیې سنپترزبورګ بندر ته نږدې نیول شوې ده.
دا افغانان په تېرو دوو کلونو کې د دې هېواد د سنپترزبورګ ښار «د بهرنیو وګړو د لنډمهاله ساتلو مرکز» کې د محاکمې لپاره ساتل کېدل.
ویل کېږي چې کبرا حسني د روسیې له دولت هم د پناهغوښتنه کړې وه؛ خو د دې هېواد د کډوالو وزارت له خوا یې رد ځواب ترلاسه کړ.