امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په اورګن ایالت کې د روزنې پر مهال د یوې وړې الوتکې د غورځېدو په پایله کې د افغان پوځ درې پخواني پیلوټان وژل شوي دي.
۳۵ کلن بشیر صفدري، ۳۵ کلن محمد حسین موسوي او ۲۹ کلن علي جان فردوسي تېر کال اورګن ته تللي وو. دا درې واړه د کابل د مارشال فهیم پوځي پوهنتون فارغان وو، چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته کډوال شول.
دا پیښه د شنبې په ورځ د اورګن ایالت په انډېپېنسڼ ښار کې رامنځ ته شوې. دغو پیلوټانو د الوتنې جواز ترلاسه کولو لپاره په دې ښار کې د یوې وړې الوتکې په الوزولو سره روزنه ترلاسه کوله چې د درنو ورېځو په منځ کې د بریښنا له کرښې سره ټکر شول.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دا پېښه همدارنګه په سیمه کې د موقتي برېښنا د پرې کېدو او د یوې وړې اورلګېدنې لامل شوې هم ده.