افغانستان

تورخم لار بېرته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره پرانیستل شوه

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون تورخم کې د طالبانو د کمېشنر له قوله راپور ورکړی، چې تورخم لار د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پرمخ بېرته پرانیستل شوه.

تورخم کې د طالبانو د کمېشنر عصمت‌الله یعقوب په وینا، دا لار تېره شپه ناوخته داسې مهال وتړل شوه، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل «د لوحې د لګولو په پلمه» د افغانستان په خاوره کې یوه دروازه جوړه کړي.

له دې مخکې دا سرحدي دروازه د وږي په میاشت کې د لسو ورځو لپاره د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.