افغانستان

«له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي» په اړه د تدابیرو لپاره د ګډ امنیتي تړون سازمان هڅې

د ګډ امنیتي تړون سازمان له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیسي.

د دغه سازمان د ګډو ځواکونو لوی درستیز وايي، طالبان په ټول افغانستان کنټرول نه لري.

اناتولي سیدروف زیاتوي چې د افغانستان په شمالي سیمو کې چې د ګډ امنیتي د تړون له غړو هېوادونو سره پوله لري، ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د یوې حل لارې د ټاکلو خبر ورکوي.

د دغه سازمان د ګډو ځواکونو لوی درستیز له تاس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې که څه هم د افغانستان له خاورې د امنیتي او پوځي خطرونو له پلوه کومه بنسټیزه ستونزه نشته، خو امنیتي تدابیر باید ونیول شي.

په ​​وينا یې، طالبان په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د شمالي ولايتونو پر ټولو سيمو حاکميت نه لري.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو لوی درستیز اناتولي سیدوروف وايي: «تر اوسه د افغانستان له خاورې د پوځي امنیت یا پوځي ګواښ په اړه کومه اساسي ستونزه نشته. موږ پوهیږو چې د افغانستان اوسنۍ رهبري لا هم پر دې هیواد په بشپړه توګه کنټرول نه لري، په ځانګړې توګه په شمالي برخو چې د ګډ امنیتي تړون سازمان له غړو هیوادونو سره پوله لري.»

د ګډ امنيتي تړون سازمان د ګډو ځواکونو لوی درستیز د دغه سازمان د اقداماتو په اړه جزئيات ورنه کړل.

اناتولي سیدروف د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې له افغانستانه د نشه یي توکو د قاچاق ستونزه لا هم موجوده ده. طالبانو تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې دوی پر ټول افغانستان کنټرول لري او د طالبانو تر ادارې لاندې به د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه وي.

پوځي کارپوه اسدالله ندیم وايي: «د ګډ امنیتي تړون یو شمېر غړي هېوادونه له افغانستان سره ګډه جغرافیه لري او په دغو هېوادونو کې اسلامي روحیه حاکمه ده، چې هڅه کوي له دې مسلو لرې پاتې شي او د طالبانو ایډیالوژي یې ټولنې ته یو خطر دی.»

پوځي کارپوه ثمر سادات وايي: «زه فکر نه کوم چې طالبان به وکولی شي په خپله جغرافیه کې ترهګرې ډلې کنټرول کړي. له دې کبله چې پخوا د دوی ترمنځ اړیکې او یو هوکړه موجوده وه او اوس طالبان په واک کې دي، دغه ډلې افغانستان د ځان لپاره یو مناسب ځای ګڼي او طالبان نه غواړي چې له دوی سره ځان ښکېل کړي.»

له بلې خوا د هېواد یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې اجازه دې نه ورکوي چې ترهګرې ډلې د خلکو امنیت ګډوډ کړي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان په منځنۍ اسیا او قفقاز کې یو له فعالو پوځي او څو اړخیزو سازمانونو دی چې د قرغزستان، بیلاروس، روسیه، قزاقستان، تاجکستان او ارمنستان هیوادونه پکې شامل دي. او د دې سازمان د جوړولو موخه د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان او د ناټو د پراخېدو او د سیمې په هیوادونو کې د امریکا د نفوذ محدودول دي.