دغه نجلۍ صالحه نومېږي او د هرات ولایت په یوه برخه کې د زرګونه نورو نجونو په شان له ښوونځي او ښوونیزو مرکزونو د بې برخې کېدو له امله به ناهیلۍ کې ژوند کوي.
کله چې ټولې دروازې د هغې پرمخ وتړل شوې، پرېکړه یې وکړه چې په کور کې انګلیسي ژبه زده کړي.
هغه وايي، د طالبانو دا محدودیتونه د دې لامل شوي چې نوموړې او همزولي یې له ګڼو رواني ستونزو سره مخ شي.
د هرات اوسېدونکې صالحه وايي: «له هغه وخته چې د افغان نجونو پرمخ ښوونځي وتړل شول، د هرات نجونې زه پېژنم چې ډېری په رواني ستونزو اخته شوې، جبري ودونه یې کړي او که دا بهیر همداسې دوام وکړي او د ښوونځیو دروازې خلاصې نه شي افغان مېرمنې به له منځه ولاړې شي.»
اوس هېڅ لاره ورته پرانیستې نه ده ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او دا د ټولو افغان نجونو د وضعیت یوه کوچنۍ بېلګه ده.
د ښځو او نجونو پرمخ په هرات کې د ښوونیزو مرکزونو د تړلو په اړه د طالبانو تازه پرېکړه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
په مخکیني حکومت کې د هرات د پوهنې رییس زکریا رحیمي وايي: «هغه محدودیتونه چې له بده مرغه واکمن نظام لګولي نوی او ځوان نسل له بشپړې تیارې سره مخ کولای شي او له بده مرغه ددغه وضعیت دوام دومره خطرناک دی چې جبرانول یې ناشوني دي طالبان باید پوه شي چې د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو پرانیستل د ټولو افغانانو غوښتنه ده او باید د ولس دې غوښتنې ته پام وکړي.»
په مخکیني حکومت کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي: «له بده مرغه په وروستي مورد کې موږ د واکمنې ډلې د معارف دښمنه حرکتونو کتونکي و چې په هرات کې یې د ژبې او کمپیوټر د زده کړې مرکزونه تړلي دي، دا ډول کړنې د کورنیو د ناهیلې کېدو لامل کېږي، دا د طالبانو د تېرو کړنو دوام دی چې موخه یې له علم او پوهې د ځوانانو بې برخې کول دي.»
د زده کړو حقونو یو شمېر فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو د محدودونکو سیاستونو مخه ونیسي.
د زده کړو د حقونو فعاله مریم کریمي وايي: «ددې وضعیت دوام د دې لامل کېږي چې افغانستان په داسې ټولنه بدل شي چې د سواد کچه یې صفر ته ورسېږي، کله چې یوه خور او مور نالوستې وي هغه کور ورانېږي.»
اوس د صالحې بوختیا یوازې په کور کې کېناستل او د ښوونیزو پروګرامونو کتل دي، هغه وايي چې آن ښوونځي او پوهنتون ته تلل ورته نه پوره کېدونکې هیله شوې ده.