افغانستان

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په وړاندې د غبرګونونو دوام

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه له غبرګونونو وروسته، مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې افغانستان اوس د نړۍ لپاره لومړیتوب نه دی، حل لاره یې له طالبانو سره په ملي خبرو کې ده.

له دې سره هم مهاله د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر پر ایکس ټولنیزه شبکه په یوه یاددښت کې له طالبانو غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر دې د ملي پخلاینې په یوه فرصت بدل کړي.

خو دغو دوو غبرګونونو ظاهراً د هغه څه له امله چې له طالبانو سره د خبرو اترو د غوښتنې محتوا بلل کېږي، نوي حاشیې رامنځته کړې دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه غږیز پیغام؛ له طالبانو سره نرم تعامل.

په دغه پیغام کې ښاغلي غني د افغانستان وضعیت “جدي او دوامداره” بللی او ویلي یې دي، چې افغانستان اوس د نړۍ د توجه مرکز نه دی.

پخواني ولسمشر ویلي دي چې د کډوالۍ او سیاسي مسلې دواړو حل د طالبانو په شتون سره «ملي خبرې دي».

د هېواد مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي: «د وضعیت د جديت په منلو او درک کې، په دې ډول منلو او تفاهم کې د ملت یوه لویه برخه، د طالبانو تحریک او د هېواد مهمې برخې باید ټول ګډه ونډه ولري.»

د ښاغلي غني تر څنګ، د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ظاهراً له طالبانو سره د تعامل پر لور لاس اوږد کړی دی.

له افغان کډوالو سره د اسلام اباد د سخت چلند په غبرګون کې ښاغلي اتمر له طالبانو وغوښتل چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر د “ملي پخلاینې” په یوه فرصت بدل کړي.

د تېر حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي: «له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري او ډله ایز ایستل به د ستر بشري ناورین لامل شي، د طالبانو مشران کولی شي دا ناورین د باعزته راستنېدو او ملي پخلاینې په فرصت بدل کړي او د دې هدف لپاره دوی کولای شي ملي او نړیواله همکاري راجلب کړي.»

داسې ښکاري چې د سولې، جګړې او د هېواد د سیاست په برخه کې د ښاغلي غني او ښاغلي اتمر رول ته په پام سره، لږ تر لږه په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د تعامل په ښکاره محتوا سره د داسې یو پیغام خپرېدل د خلکو په منځ کې د نویو حاشیو جوړول رامنځته کړي دي. او هم ځینو په ټولنیزو شبکو کې د ښاغلي اتمر په غبرګون لیکنې کړې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ملک ستیز وايي: «تاسو پنځه ځلې وزیر، یو ځل د ملي امنیت سلاکار او څو ځلې د دوو ولسمشرانو لپاره د بنسټیزو جوړښتونو مسوول وئ، چې یو یې د طالبانو په خوښه کابل ته راوستل او بل یې طالبانو او د هغوی د “لاسته راوړونکو” خلکو ته په ارګ او کندهار کې کورونه ورکړل. مهرباني وکړئ د خپلو د ژغولرلو نسخو په اړه فکر وکړئ!»

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې مشره ترنم سعیدي وايي: «له دوو کلونو او دریو میاشتو وروسته ښاغلی اتمر او ښاغلی غني په بې شرمۍ سره د افغانانو پر بدبختیو ملنډې وهي او له طالبانو سره همکاري او تعامل غواړي.”

په بهرنیو اړخونو کې هم د طالبانو په ګډون د هېواد د سیاستوالو غبرګونونه ظاهراً له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه د اسلام اباد پر پرېکړې اغېز نه لري او دا بهیر د اعتراضونو او نیوکو په ترڅ کې دوام لري.

پخوانی دیپلومات نعیم پوش وایي: «په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسۍ د تورونو او ناوړه چلند پر بنسټ ولاړه ده، له یوې خوا غواړي ځان نړۍ ته د جګړې او کډوالۍ قرباني وښيي او له بلې خوا یې ګټه ترلاسه کړي. په افغانستان کې د حکومتونو مالي ملاتړ چې (د تېرو څلورو لسیزو) لپاره ځای پرځای شوي، هغه فشار راوړي.»

خو طالبانو تر اوسه د پخواني ولسمشر او ښاغلي اتمر د پیغامونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د آمو پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.