افغانستان

په زابل کې محصلین د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتونکي دي

زابل ولایت یو شمېر محصلین د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د بیا پرانیستو غوښتنه کوي.

دغه محصلین ټینګار کوي چې طالبان باید د ځوانانو د تعلیمي ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار وکړي او خلکو ته د ننه په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي.

له دې اکاډمۍ ۸۰ زابلي ځوانانو د انګلیسي ژبې په څانګه کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

له هېواد اکاډمۍ فارغ شوي ځوانان وايي چې د دوی روښانه راتلونکی زده کړو پورې تړلی او طالبان باید د زده کړو په برخه کې د هڅو ترڅنګ ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

یو شمېر فارغان د کار نشتوالی په هېواد کې د ځوانانو لپاره یوه جدي ستونزه ګڼي.

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځني ښوونځيو او لېسو دروازې تړلې دي، د زابل مرستيال والي زده کړه پر نارينه او ښځینو فرض ګڼي.

د زابل مرستیال والي محب الله حماس وايي: «افغانستان علم او پوهې ته اړتیا لري.»

په دې لړ کې د هېواد اکاډمۍ مسوول انورالحق همت وايي: «د طالبانو د بندیزونو له کبله نجونې په دې اکاډمۍ کې زده کړې نه شي کولی.»

په زابل ولایت کې لس ښوونیز مرکزونه فعالیت کوي، خو نجونې نه شي کولی په دې مرکزونو کې د ژبې او ساینس زده کړې وکړي.

دغه زده کوونکي د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د بیا پرانیستو غوښتنه کوي.